ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کاپيسا کې درې پروژې ګټې اخيستو ته وسپارل شوې

author avatar
8 Mar 2019 - 10:13
author avatar
8 Mar 2019 - 10:13

محمودراقي (پژواک،١٧کب ٩٧): په کاپيسا کې د ٣٣ميليون افغانيو په لګښت درې روغتيايي پروژې ګټې اخيستو ته وسپارل شوې

دغه پروژې چې د کاپیسا په  دویم کوهستان کې ګټې اخیستو وسپارل شوې، په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، وکيلانو، والي  او يو شمېر خلکو ګډون درلود.

 د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروزد دې پروژو په اړه وویل چې په دغو پروژو کې د عامې روغتیا د انسټیټيوټ يوه درې پوړيزه ودانۍ شامله ده چې ٢٤ميليون افغانۍ لګښت پرې راغلى.

د نوموړي په خبره چې دغه راز يو روغتيا کلينيک دى چې د ٦ميليون افغانيو په لګښت جوړ شوى  او ترڅنګ يې ٢٥موټرسايکلونه واکسيناتورانو ته ورکړل شوي چې روغتيايي خدمتونه پرې تر سره کړي .

 وزير وويل چې دغه پيسې د عامې روغتيا وزارت له انکشافي بوديجې ورکړل شوې دي.

 نوموړي وویل چې د دې روغتیايي انسټیټيوټ په جوړېدو سره به ګڼ شمېر نرس قابلې ټولنې ته وړاندې شي.

 د کاپیسا والي عبداللطیف مراد وویل: « د روان کال تر پایه پورې به د کاپیسا سل بستریز روغتون  هم ګټې اخیستنې ته وړاندې شې چې د دې روغتون په جوړېدو سره به د کاپیسا د خلکو ګڼې روغتیايي ستونزې حل شي.»

 د کاپیسا د عامې روغتیا رییس ډاکټر شعیب دانش وویل،دوی د روغتیايي خدماتو د اسانتیاوو په هدف د دې انسټیټيوټ ودانۍ جوړه کړه چې تر څو د کاپیسا د ټولو ولسوالیو ځوانان او نجونې په بېلابیلو برخو کې زده کړې وکړي او په خپله سیمه کې به روغتیايي خدمات  وړاندې کوي.

 د کاپیسا د مرکز يوه اوسېدونکي او قومي مشر حاجي ملنګ د دې پروژو د پلي کېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې اوسمهال هم د دوی ګڼ شمېر ناروغان او ټپیان د پنجشېر او کابل روغتونونو ته د درملنې په موخه وړ ل کېږي.

د کاپیسا د ولايتي شورا رییس حسین سنجني د عامې روغتیا له رییس څخه وغوښتل چې د کاپیسا نوى سل بستریز روغتون د روغتيايي وسایلو له پلوه  غني کړي، تر څو اړتیا پیدا نه شي چې د کاپیسا ناروغان You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.