ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار دهلې بند به تر راتلونکې یوې اوونۍ پارچاو شي

د کندهار دهلې بند به تر راتلونکې یوې اوونۍ پارچاو شي

author avatar
9 Mar 2019 - 16:35
د کندهار دهلې بند به تر راتلونکې یوې اوونۍ پارچاو شي
author avatar
9 Mar 2019 - 16:35

کندهار (پژواک، ۱۸ کب ۹۷): د وروستیو ورښتونو له امله د کندهار دهلې بند ۹۷ سلنه له اوبو ډک شوی او ښايي تر راتلونکې یوې اوونۍ پارچاو شي.

دغه بند په شاولیکوټ ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د دې او شپږو نورو ولسواليو (ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان) کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

چارواکي په داسې حال کې د دهلې بند د پارچاوۍ خبره کوي چې دغه ولایت تېر کال ۷۰ سلنه وچکالۍ ځپلی و او کرنه او مالداري یې سخته زیانمنه کړې وه.

د کندهار کروندګر او باغ لرونکي دغه خبر خوشحاله کړي خو له حکومته غوښتنه کوي چې د دغه بند د دېوالونو لوړولو د پروژې چارې دې ژر پيل کړي.

د کندهار د ارغنداب د سیندیزې حوزې رییس توریالي محبوبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د هېواد په سوېلي سیمو کې د ورښتونو او په مرکزي سیمو کې د واورې د ورښت له امله د کندهار دهلې بند اوبه ورځ تر بله ډېرېږي.

هغه زیاته کړه، دا مهال د دهلې بند د اوبو زېرمه ۹۷ سلنه ډکه شوې چې تر راتلونکې یوې اوونۍ به بشپړه ډکه او پارچاو شي.

دی هیله مندي ښيي چې د نوي لمریز کال د چنګاښ تر لومړیو به د پارچاو اوبه وبهېږي او دوی به اړ نه وي چې له بنده اوبه خوشې کړي.

د ده په خبره، په دې توګه به دوی سږ کال د کندهار د کروندو او باغونو لپاره ډېرې میاشتې اوبه ولري، په داسې حال کې چې د وچکالۍ په کلونو کې یې تر شپږ میاشتو هم دوام نه کاوه.

دغه راز ده خبر ورکړ چې ښايي د نور ورښت له امله پر غرونو ورېدلې واوره ویلې شي او شونې ده سېلابونه راشي چې په همدې بنسټ یې د ارغنداب سیند او ظاهرشاهي کانال په حریم کې مېشتو کورنیو، کوچیانو او ساختماني شرکتونو ته خبر ورکړی چې له دغو ساحو لرې و اوسي څو زیان ور وا نه وړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو شاوخوا ۹۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، ۵ زره کورونه او په سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه یې ویجاړ کړل.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وايي، تر دې مهاله په دغه ولایت کې ۲۲۰ ملي متره باران ورېدلی او نور باران احتمال هم شته.

دی زیاتوي، که څه هم دغه ورښتونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي خو د وچکالۍ خطر یې له منځه وړی او سږنی کال به اباد او زرغون وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.