کابل (پژواک، ۱۸کب ۹۷): په کابل کې د مارشال فهیم تلین غونډه کې ویناوالو د سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ او محمد یونس قانوني وویل، که د سولې په بهیرکې د "مقاومت حوزې" ته پاملرنه ونه شي، نو دا پروسه بې پایلې وي.
د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د ۱۳۹۲ کال کب په اتلسمه د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې ومړ.
هغه غونډه چې په دې مناسبت نن د لویې جرګې په خیمه کې په کابل کې جوړه شوې وه، د دولتي چارواکو، جهادي مشرانو او ملي شورا استازو په ګډون سلګونو کسانو په کې ګډون کړی وو.
د دې غونډې ګډونوالو د مارشال فهیم کړنې وستایلې او هغه يې پر هېواد مین او زړه سواند شخصیت وباله.
د ولسمشرۍ د چارو ادارې مشر سید وحیدالله قتالي په نننۍ غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني پیغام ولوست.
ولسمشر په یاد پیغام کې د مارشال فهیم کورنۍ ته د خواخوږي څرګندولو ترڅنګ، نوموړی د نیمې وروستۍ پېړۍ له مهمو سیاسي او جهادي مشرانو بللى او ویلي یې دي چې فهیم د هېواد لوړو ګټو او ملي یووالي پر بنسټ د نظام په ټینګښت کې هڅه کوله، سوله او ثبات یې د افغانستان بنسټیزه اړتیا ګڼله.
د افغانستان مخکيني ولسمشر حامد کرزي په دې مراسمو کې وویل چې مارشال فهیم د سولې او پرمختګ غوښتونکی و.
هغه وویل: ((ټول افغانان د سولې په هیله دي، موږ ټول هڅه کوو څو په هېواد کې یوه عزتمنه سوله ټینګه شي، د سولې په برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو هڅي تاییدو، مسکو ته لاړو او پوه شو چې جګړه پر موږ تپل شوې ده او ټول د سولې ټینګښت په هیله وو.))
د مسکو غونډه تېره میاشت د طالبانو استازو او افغان سیاسیونو په ګډون جوړه شوه.
کرزي چې پخوا یې هم طالبانو ته د ورونو خطاب کاوه؛ خو ځینو یې بیا پر دې پالیسې نیوکه کوله، هغه په دې تړاو وویل: ((د مسکو په غونډه کې وليدل شول چې یواځې زه نه، بلکې نور او ټول د طالبانو ورونه وو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن