د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار دهلې بند به تر راتلونکې یوې اوونۍ پارچاو شي

د کندهار دهلې بند به تر راتلونکې یوې اوونۍ پارچاو شي

Mar 09, 2019 - 16:35

کندهار (پژواک، ۱۸ کب ۹۷): د وروستیو ورښتونو له امله د کندهار دهلې بند ۹۷ سلنه له اوبو ډک شوی او ښايي تر راتلونکې یوې اوونۍ پارچاو شي.

دغه بند په شاولیکوټ ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د دې او شپږو نورو ولسواليو (ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان) کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

چارواکي په داسې حال کې د دهلې بند د پارچاوۍ خبره کوي چې دغه ولایت تېر کال ۷۰ سلنه وچکالۍ ځپلی و او کرنه او مالداري یې سخته زیانمنه کړې وه.

د کندهار کروندګر او باغ لرونکي دغه خبر خوشحاله کړي خو له حکومته غوښتنه کوي چې د دغه بند د دېوالونو لوړولو د پروژې چارې دې ژر پيل کړي.

د کندهار د ارغنداب د سیندیزې حوزې رییس توریالي محبوبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د هېواد په سوېلي سیمو کې د ورښتونو او په مرکزي سیمو کې د واورې د ورښت له امله د کندهار دهلې بند اوبه ورځ تر بله ډېرېږي.

هغه زیاته کړه، دا مهال د دهلې بند د اوبو زېرمه ۹۷ سلنه ډکه شوې چې تر راتلونکې یوې اوونۍ به بشپړه ډکه او پارچاو شي.

دی هیله مندي ښيي چې د نوي لمریز کال د چنګاښ تر لومړیو به د پارچاو اوبه وبهېږي او دوی به اړ نه وي چې له بنده اوبه خوشې کړي.

د ده په خبره، په دې توګه به دوی سږ کال د کندهار د کروندو او باغونو لپاره ډېرې میاشتې اوبه ولري، په داسې حال کې چې د وچکالۍ په کلونو کې یې تر شپږ میاشتو هم دوام نه کاوه.

دغه راز ده خبر ورکړ چې ښايي د نور ورښت له امله پر غرونو ورېدلې واوره ویلې شي او شونې ده سېلابونه راشي چې په همدې بنسټ یې د ارغنداب سیند او ظاهرشاهي کانال په حریم کې مېشتو کورنیو، کوچیانو او ساختماني شرکتونو ته خبر ورکړی چې له دغو ساحو لرې و اوسي څو زیان ور وا نه وړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو شاوخوا ۹۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، ۵ زره کورونه او په سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه یې ویجاړ کړل.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وايي، تر دې مهاله په دغه ولایت کې ۲۲۰ ملي متره باران ورېدلی او نور باران احتمال هم شته.

دی زیاتوي، که څه هم دغه ورښتونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي خو د وچکالۍ خطر یې له منځه وړی او سږنی کال به اباد او زرغون وي.

د کندهار کروندګر او باغ لرونکي که څه هم د وروستیو اورښتونو له امله اوښتو مالي او ځاني زیانونو خپه کړي خو اباد کال او د دهلې بند پارچاوۍ ته خوشحاله دي.

د کندهر د دامان ولسوالۍ یوه کروندګر جمعه ګل پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې نژدې ټوله کرنه او باغداري د دهلې بند په اوبو پورې تړلې ده، خو له بده مرغه چې تېر کال د کمو ورښتونو او وچکالۍ له امله په دغه بند کې اوبه کمې وې.

هغه زياته کړه، له همدې امله تېر کال د خلکو کروندو او باغونو ته کافي اوبه نه ونه رسېدې او سخت یې زیانمن کړل.

خو دی اندېښنه ښيي، تر هغه چې د دهلې بند د دېوالونه نه وي لوړ شوي، نو بیا به هم ټول کال اوبه ونه لري.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې له ژمنې سره سم دې د دې مهمې پروژې چارې پر وخت پيل کړي.

د ارغنداب ولسوالۍ د منارې کلي باغ لرونکی فیض محمد هم وايي، د دغه ولایت د اوو ولسواليو کروندګر او باغ لرونکي هر کال په دهلې بند کې د اوبو د کمښت له امله زیانونه ویني او په دې تمه دي چې حکومت به د دغه بند دېوالونه تر ٨ مترو لوړوي.

هغه وايي، که دغه کار پر وخت وشي نو د دغه ولايت خلک به بشپړ کال اوبه ولري چې ورسره به په دغه ولايت کې د کرنيزو محصولاتو د توليد کچه پورته لاړه شي او په اقتصادي وضعيت کې به بدلون راشي.

په دې اړه د ارغنداب د سیندیزې حوزې رییس توریالي محبوبي هم وايي چې دهلې بند پخوا د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لرله، خو اوس چې یې ۴۰ سلنه رسوبات نیولي، د اوبو د زېرمه کولو کچه یې ۳۰۰ میلیونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.

د ده په خبره، له همدې امله هر کال ٢٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبه ضايع کېږي او کروندګرو او باغ لرونکو ته په کافي اندازه اوبه نه رسېږي چې دغې ستونزې په دغه ولايت کې کرنه سخته اغېزمنه کړې ده.

دی زیاتوي، دغه بند نه یوازې له رسوباتو څخه پاکولو ته اړتیا لري، بلکې دېوالونه یې هم باید لوړ شي چې ډېرې اوبه زېرمه کړي څو د کندهار کروندو او باغونو ته کافي اوبه ورسېږي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، د دې ستونزې د حل په موخه د دهلې بند د دېوالونو لوړولو پروژې لومړني مطالعات بشپړ شوي او تمه ده چې عملي چارې یې هم پيل شي.

دهلې بند له کندهار ښار څخه ٤٠ کيلومتره لرې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې ٦٤ کاله وړاندې د امريکا د متحده ايالتونو په مالي لګښت جوړ شوى.

د یادونې ده، له تېرو کلونو راهیسې خلک په پرله پسې توګه د همدې بند د دېوالونو لوړولو غوښتنه کوي.

څو کلونه مخکې د همدغه بند د لومړي پړاو ترميماتي چارې د امريکا متحدو ايالتونو په ٧١ ميليونه ډالر لګښت پيل شوې چې په کې د بند د لويو او کوچنيو دروازو، وال هاوس، تونل، کانالونو او اړوندې مشينرۍ د نوي کولو او جوړولو چارې شاملې وې.

د چارواکو په وینا، ياد شوي ټول کارونه په ښه کيفيت ترسره شول او بند چمتو شو چې د دويم پړاو کارونه يې پيل شي.

په دې وروستیو کې اسيايي پرمختیايي بانک چې په افغانستان کې د برېښنا او کرنیز سکتور د پیاوړتيا لپاره کار کوي، د دغې پروژې د پیلولو هوډ کړی دی.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پژواک اژانس ته وویل، دا د کندهار د خلکو لپاره ډېره مهمه پروژه ده چې د کرنې لپاره د اوبو د کمښت ستونزه ورسره هوارېږي، د څښاک لپاره د پاکو اوبو د تصفیه خونو جوړولو او د ۲۴ مېګاواټه برېښنا د تولید اسانتیا ورسره رامنځته کېږي.

ده زیاته کړه، د دغه بند د دېوالونو لوړولو تر څنګ، د ډېر وخت لپاره د اوبو د زېرمه کولو، کندهار ښار ته د څښاک د اوبو پر لېږد اوله دغه بند څخه د ۲۴ مېګاواټه برېښنا پر تولید ۴۷۰ میلیونه ډالر لګول کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement