د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

قانوني: د سولې بهیر کې د "مقاومت حوزې" له پامه غورځېدو سره به دا پروسه سرته ونه رسېږي

قانوني: د سولې بهیر کې د "مقاومت حوزې" له پامه غورځېدو سره به دا پروسه سرته ونه رسېږي

Mar 09, 2019 - 18:44

کابل (پژواک، ۱۸کب ۹۷): په کابل کې د مارشال فهیم تلین غونډه کې ویناوالو د سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ او محمد یونس قانوني وویل، که د سولې په بهیرکې د "مقاومت حوزې" ته پاملرنه ونه شي، نو دا پروسه بې پایلې وي.

د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د ۱۳۹۲ کال کب په اتلسمه د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې ومړ.

هغه غونډه چې په دې مناسبت نن د لویې جرګې په خیمه کې په کابل کې جوړه شوې وه، د دولتي چارواکو، جهادي مشرانو او ملي شورا استازو په ګډون سلګونو کسانو په کې ګډون کړی وو.

د دې غونډې ګډونوالو د مارشال فهیم کړنې وستایلې او هغه يې پر هېواد مین او زړه سواند شخصیت وباله.

د ولسمشرۍ د چارو ادارې مشر سید وحیدالله قتالي په نننۍ غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني پیغام ولوست.

ولسمشر په یاد پیغام کې د مارشال فهیم کورنۍ ته د خواخوږي څرګندولو ترڅنګ، نوموړی د نیمې وروستۍ پېړۍ له مهمو سیاسي او جهادي مشرانو بللى او ویلي یې دي چې فهیم د هېواد لوړو ګټو او ملي یووالي پر بنسټ د نظام په ټینګښت کې هڅه کوله، سوله او ثبات یې د افغانستان بنسټیزه اړتیا ګڼله.

د افغانستان مخکيني ولسمشر حامد کرزي په دې مراسمو کې وویل چې مارشال فهیم د سولې او پرمختګ غوښتونکی و.

هغه وویل: ((ټول افغانان د سولې په هیله دي، موږ ټول هڅه کوو څو په هېواد کې یوه عزتمنه سوله ټینګه شي، د سولې په برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو هڅي تاییدو، مسکو ته لاړو او پوه شو چې جګړه پر موږ تپل شوې ده او ټول د سولې ټینګښت په هیله وو.))

د مسکو غونډه تېره میاشت د طالبانو استازو او افغان سیاسیونو په ګډون جوړه شوه.

کرزي چې پخوا یې هم طالبانو ته د ورونو خطاب کاوه؛ خو ځینو یې بیا پر دې پالیسې نیوکه کوله، هغه په دې تړاو وویل: ((د مسکو په غونډه کې وليدل شول چې یواځې زه نه، بلکې نور او ټول د طالبانو ورونه وو.))

ده زياته کړه، چې د سولې لپاره هڅې روانې دي، څو تلپاتې، عزتمنه او داسې سوله په هېواد کې ټینګه شي چې ملي ځواکمنتیا او افغان لاس ته راوړنې په کې خوندي شي.

د ولسمشرۍ مخکيني لومړي مرستیال محمد یونس قانوني په دې نمانځغونډه کې وویل: ((مارشال ته درناوی د افغان ولس ستر جهاد ته درناوی، د مقاومت اصل ته درناوی، د دولت جوړولو او همپالنې نوی څپرکی دی.))

قانوني وویل: ((سوله غواړو او له جګړې کرکه لرو، خو تعریف شوې، څرګنده  او ښکاره سوله غواړو.))

افغان ولس د پخواني شوروي یرغل پر وړاندې جهاد وکړ؛ خو له مقاومت څخه موخه د طالبانو پر ضد د ځینو ډلو مقاومت و چې قانوني د مقاومت حوزې په نوم ترې یادونه وکړه.

قانوني وویل: ((طالبان د مقاومت حوزې ته د سولې په بهیر کې د خپل سیال او مقابل لوري په سترګه ګوري، که منظم پلان ونه لرو، له کاروان څخه به لرې پاتې شو.))

هغه ټینګار وکړ چې د مقاومت حوزه باید د سولې په تړاو منسجم او واحد دریځ ولري.

د مارشال فهیم زوی او د ملي امنیت ریاست لومړي مرستیال ادیب فهیم په دې مراسمو کې وویل چې پلار يې په افغانستان د نوي نظام بنسټګر و، د پېښو او قضیو پر وړاندې بې تفاوته نه و.

هغه زیاته کړه چې مارشال فهیم واک ته د رسېدو یواځینۍ لار ټاکنې بللې او د سولې ټینګښت ترڅنګ یې ویل چې جګړه د حل لار نه ده.

ادیب فهیم په نظام کې مخالفینو ته د ونډې پر ورکړه ټینګار وکړ او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د مارشال فهیم له غوښتنې سره سم دې د سولې له بهیرسره یوځای شي.

د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې د محمد قسیم فهیم ژوندلیک او کړنې دا ښيي چې مارشال سوله خوښوونکی شخص و او د ژوند په ټولو برخو کې یې د هېواد ملي او سترو ارزښتونو ته  اهمیت ورکاوه.

هغه زیاته کړه: ((هغه مهال به افغانستان خپلواک او ازاد وي چې هیڅ ترهګره ډله په کې شتون و نه لري او هغه وخت به بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نه وي او هېوادوال به د سیمې او نړۍ په کچه په سیاسي او اقتصادي برخو کې د ګډون کولو وړتیا ولري.))

د سولې عالي شورا مشر او د ولسمشرۍ پخواني مرستیال د فهیم له مهمو خاطرو څخه یادونه وکړه او ویې ویل: ((مدام به یې د هېواد له درد او ستونزو یادونه کوله، ستونی به یې له غوسې ډک شو او ژړل به یې.))

هغه سوله د افغان ولس اړتیا وبلله، ویې ویل چې سیاسي مشران، حکومتي مشران او طالبان دې د خلکو غوښتنې ته غاړه  کېږدي او داسې لار دې پرانیزي چې افغانان د عزتمندي سولې شاهدان وي.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ امارت اسلامي او ملاشاهي ته نه ورګرځو، پر حکومت او طالبانو غږ کوم چې موږ په حساسو شرایطو کې یو او له دې فرصت څخه دې ګټه واخلي.))

په یاده نمانځغونډه کې عبدرب الرسول سیاف وویل: ((نن په مېړانه د سولې ډګر ته ننوځو، سوله د خدای او خلکو غوښتنه ده؛ عزتمنده سوله داسې سوله چې د جګړې پای ته رسېدو لامل شي او د افغانستان ملي ټینګښت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالی په کې خوندي شي، همدا ډول سوله د افغانستان په خیر ده، ولس دې په ټولیز ډول په دې کاروان کې ورګډ شي.))

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement