کابل (پژواک، ۱۸ کب ۹۷): ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي پلاوي په مشري فراه ښار ته ورسېد.
د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي پژواک خبري اژانس ته وویل چې ولسمشر اشرف غني په فراه کې له سېلاب ځپلو سره د خواخوږي او د مرستې رسونې بهیر ارزونې لپاره نن سهار یاد ولایت ته سفر وکړ.
هغه وايي چې ولسمشربه په دغه سفر کې د یاد ولایت له بېلابېلو پرګنو سره ليدنې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د فراه والي محمد شعیب ثابت هم وویل چې ولسمشر دغه ولایت ته له وروستیو سېلاب ځپلو سره د همغږۍ په موخه سفر کړی دی.
د ثابت د خبرو پر بنسټ، ښايي ولسمشر غني په دغه سفر کې د فراه امنیتي وضعیت ښه توب او د بخش اباد، فراه رود اوبو بندونو پروژې د تطبیق لپاره د دغه ولایت له اوسېدونکو سره خبرې اترې ولري.
له بل پلوه، د دغه ولایت ځینې چارواکي هم وايي چې ښايي ولسمشر غني په فراه کې دوسوه بستریز روغتون چې د رغونې چارې يې بشپړې شوي، له پرانیستو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپاري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن