کندهار (پژواک ١٨ کب ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني فراه ته له سفر وروسته نن ماښام کندهار ته را ورسېد.
هغه به په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د سېلاب ځپلو له استازو او ولایتي چارواکو سره وګوري او له سېلاب ځپلو سره د مرستو بهیر به و ارزوي.
د يادونې وړ ده چې نوموړى نن سهار فراه ته تللى و او هلته يې د وروستيو سېلابونو له امله د زيانمنو شويو له استازو سره پر کتنې سربېره د دې ولايت له بېلا بېلو قشرونو سره وکتل او له هغوى سره د فراه په اړه بېلابېلې ژمنې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن