ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې پر موټرسایکل د دوو تنو پر سپرېدو بندیز ولګول شو

کندهار کې پر موټرسایکل د دوو تنو پر سپرېدو بندیز ولګول شو

author avatar
9 Mar 2019 - 19:01
کندهار کې پر موټرسایکل د دوو تنو پر سپرېدو بندیز ولګول شو
author avatar
9 Mar 2019 - 19:01

کندهار (پژواک، ۱۸ کب ۹۷): له هغه وروسته چې په کندهار ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوي، امنیې قوماندانۍ پر موټر سایکل د دوو تنو پر سپرېدو بندیز ولګاوه.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني د کب په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پرېکړه په امنیتي غونډه کې شوې او له دې وروسته پر موټرسایکل د دوو تنو سپرېدل منع دي.

هغه زیاته کړه، دغه ګام د کندهار ښاریانو د امنیت د ټینګښت په موخه اخیستل شوی دی.

دی وايي، په همدې موخه د کندهار ښار اوسېدونکو ته خبر ورکول شوی چې که پر یوه موټرسایکل دوه تنه ولیدل شي، نو د امنیتي ځواکونو له خوا یې موټرسایکل درول کېږي او له څښتن سره یې قانوني چلند کېږي.

امنیتي چارواکي دغه ګام له هغه وروسته اخلي چې په دې وروستیو کې په کندهار ښار کې د هدفي وژنو په پېښو کې ډېروالی راغلی دی.

په دغو پېښو کې ډېر مهال نظامي چارواکي، سرتېري، قومي مشران او نور په نښه کېږي چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

چارواکي وايي، وسله وال د دغسې پېښو لپاره له موټرسایکل څخه کار اخلي او تښتي.

بل خوا په کندهار کې په یو شمېر بریدونو او چاودنو کې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پر یوه کروندګر چې په تراکتو کې سپور و، چاودنه شوې او وژل شوی دی.

د دغې ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه پېښه تاییدوي او وايي، ماین د وسله والو له خوا ځای پر ځای شوی و.

بل خوا د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ د درې په سیمه کې د سروې د انجنیرانو او ارغنداب ولسوالۍ د شورا مشر حاجي محمد پر موټر د ماین چاودنه شوې چې پر مهال یې یو انجنیر وژل شوی، دوه نور انجنیران، یاد شوی قومي مشر او یو پولیس ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزيزي وايي چې دا پېښه تېره ورځ شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.