کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٧): د افريقايي هېواد ايتوپيا يوه مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې او په کې سپاره ١٥٧ کسان مړه شوي دي.
د ايتوپيا د لومړي وزير دفتر له خوا په ټويټر کې د کب په ١٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن د الوتنې پر مهال رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، يوه بوينګ ٧٣٧ ډوله مسافر وړونکې الوتکه چې په کې ١٤٩ مسافر او د عملې ٨ کسان سپاره وو، له الوتنې وروسته غورځېدلې ده.
د ايتوپيا هوايي شرکت ويلي چې دا الوتکه له اديسه بابا ښار څخه د هېواد پلازمېنې نيروبي ته روانه وه چې په لاره کې غورځېدلې ده.
دوى ويلي چې له الوتنې شپږ دقيقې وروسته يې له الوتکې سره اړيکې پرې شوې.
د لومړي وزير دفتر وايي چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن