مزارشريف (پژواک، ١٩ کب ٩٧): په مزار شريف ښار کې مېرمنې وايي چې په لرو پرتو ولسواليو کې ښځې عدلي او قضایي ارګانونو ته لاسرسی نه لري.
دوى وايي، د بلخ په ځينو ولسواليو کې ډېری وخت د عدلي او قضايي ارګانونونو مسوولين نشته چې په وينا يې څارنوالان يې په اوونۍ کې يو ځل دندې ته راځي چې دې ستونزې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه کړې ده.
د بلخ د ښځو چارو رياست مسوولين هم وايي، په تېر يوه کال کې له دوى سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۳۲۵ پېښې ثبت شوي چې زياتره يې حقوقي بڼه لري.
مدني فعالې ګلچهرې بهيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښار په لرو پرتو ولسواليو کې ډېری مېرمنې عدلي او قضايي ارګانونو ته لاسرسی نه لري، چې د هغې په خبره، له همدې امله تاوتريخوالی زيات شوی دی.
نوموړې وايي، په ولسواليو کې ښځو ته د عدلي او قضايي ارګانونو په اړه عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی.
هغه زياتوي: ((د بلخ په ځينو ولسواليو کې د عدلي او قضايي ارګانونو مسوولين په اوونۍ کې يو ځل د دندې لپاره راځي چې دې ستونزې قضايي ارګانونو ته د ښځو لاسرسی کم رنګه کړی دى.))
نوموړې همدا راز دا هم وايي چې ناوړه او بد دودونه، د دوسيو پر وخت نه څېړل هغه ستونزې دي چې مېرمنې نه شي کولی په ازاده توګه قضايي ارګانونو ته لاړې شي .
د ښځو د حقونو فعالې ريحانې ذکي پژواک ته وويل چې لا هم ډېرې مېرمنې د تاوتريخوالي قرباني دي.
د هغې په خبره، د ښځو له حقونو څخه د دفاع په موخه دا ډول غونډې مرسته کوي، چې زيانمنې شوې مېرمنې خپل غږ اوچت کړي.
نوموړې وايي، مېرمنې هم کولی شي د نارينه وو تر څنګ په عدلي ارګانونو کې کار وکړي .
له دې سره سم د بلخ د ښځو چارو رياست مشرې شهلا حديد له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې په روان کال کې له دوى سره د ښځو پر وړاندې ۳۲۵ پېښې ثبت شوي چې زياتره يې حقوقي او کورنۍ ستونزې دي .
نوموړې وايي، دوى د خلکو د عامه پوهاوي په برخه کې ډېر کار کړی چې په وينا يې د تېر کال په پرتله سږ کال د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي کې پنځه سلنه کموالی راغلی دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن