هرات (پژواک، ۱۹ کب ۹۷): د هرات لومړنۍ محکمې د عدالت د تامین او د عامه نظم ګډوډوونکو ته د جزا په موخه په دغه ولایت کې له یوه خصوصي بانک څخه د غلا څلور عاملین په سزا محکوم کړل.
د راپورونو په اساس، د هرات پولیسو د روانې میاشتې په نیمايي کې د هرات ښار په بهزاد واټ د یوه خصوصي بانک د پیسو د لېږد پر موټر د وسله وال برید عاملان چې د بانک دوه ساتونکي یې ووژل او ۲۴ میلیون افغانۍ یې غلا کړې، ونیول، خو د لومړنیو څېړنو پر مهال دوه کسان بې ګناه و ګڼل شول.
د هرات د ښاري محکمې رییس محمد شعیب ابراهیمي نن د تورنو کسانو په علني ناسته کې وویل، د خصوصي بانک د غلا دوه عاملین پر اعدام، یو کس په دوه کاله بند او دوه نور کسانو په یو یو کال تنفیذي بند محکوم کړي دي.
نوموړي په ډاګه کړه چې د یادو کسانو د استیناف غوښتنې حق خوندي دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن