ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګاونډیو هېوادونو ناسالم رقابت د افغانستان د وسپنې ويلې کېدو سکتور له ستونزو سره مخامخ کړی

د ګاونډیو هېوادونو ناسالم رقابت د افغانستان د وسپنې ويلې کېدو سکتور له ستونزو سره مخامخ کړی

author avatar
10 Mar 2019 - 20:29
د ګاونډیو هېوادونو ناسالم رقابت د افغانستان د وسپنې ويلې کېدو سکتور له ستونزو سره مخامخ کړی
author avatar
10 Mar 2019 - 20:29

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٧): د افغانستان د وسپنې وېلې کېدو د فابریکو ټولنه وايي چې له کاره لوېدلې وسپنې قاچاق او د ګاونډیو هېوادونو ډامپينګ (ناسالم رقابت) د افغانستان د وسپنې وېلې کېدو سکتور له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د یادې ټولنې په خبره، که د دې ستونزې مخه ونه نیول شي، په افغانستان کې به په دغه برخه کې ۴۵۰ میلیون ډالري پانګونه ضایع او د هېواد د وسپنې وېلې کېدو ټولې فابریکې به له سقوط سره مخامخ شي.

د افغانستان د وسپنې وېلې کېدو د ټولنې رییس پروېز خواجه زاده نن په کابل کې «د افغانستان د وسپنې ويلې کېدو د فابریکو سقوط» په نوم اعتراضیه ناستې ته وویل، همدا اوس د ټول هېواد په کچه د وسپنې ويلې کېدو په ۸ فابریکو کې له ۴۵۰ میلیون ډالرو څخه ډېره پانګونه شوې او ۱۲ زره کسانو ته په کې په مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شوې ده.

د هغه په خبره، که د دغه سکتور ملاتړ وشي، د هېواد د وسپنې له ۷۰ سلنه زیاتې اړتیاوې پوره کوي.

هغه زیاته کړه: ((له بده مرغه په دې وروستیو کې د وسپنې د ويلې کېدو سکتور له ستونزو سره مخامخ شوی، زموږ لویه ستوزه د ګاونډيو هېوادونو ناسالم رقابت دی... ګاونډي هېوادونه د ډمپېنګ له لارې د افغانستان بازار ته ننوتي، د مجبوریت او یا بل هر دلیل له امله غواړي د افغانستان د وسپنې ويلې کېدو سکتور له سقوط سره مخامخ کړي.))

د هغه په خبره، د افغانستان کمه تعرفه د دې لامل شوې چې د وسپنې واردات په ځانګړې توګه سیخ ګول ډېر زیات شي، د دغه کار له امله په افغانستان کې د یو ټن سیخ ګول بیه ۳۵۰ ډالرو ته رسېدلې ده، په داسې حال کې چې په نړیوالو بازارونو کې د یو ټن سیخ ګول بیه له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ ډالرو ده.

خواجه زاده زیاته کړه، که څه هم حکومت دوه کاله مخکې له کاره لوېدلو وسپنو پر قاچاق بندیز لګولی دى، خو اوس هم د یادو وسپنو سلګونه موټره وسپنه پاکستان ته قاچاق کېږي.

د نوموړي په خبره، پاکستان له کاره لوېدلو وسپنو پر وارداتو محصول لرې کړی دی.

هغه وویل، که د دې ستونزې مخه ونه نیول شي، په افغانستان کې به د وسپنې ويلې کېدو په برخه کې ۴۵۰ میلیون ډالره پانګونه ضایع شي او د وسپنې ويلې کېدو ټولې فابریکې به له سقوط سره مخامخ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.