ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له بهره د وارداتو کمېدو له امله په کابل کې د رومیانو بیه شپږ برابره لوړه شوې

له بهره د وارداتو کمېدو له امله په کابل کې د رومیانو بیه شپږ برابره لوړه شوې

author avatar
10 Mar 2019 - 15:47
له بهره د وارداتو کمېدو له امله په کابل کې د رومیانو بیه شپږ برابره لوړه شوې
author avatar
10 Mar 2019 - 15:47

 کابل: (پژواک، ١٩ کب ٩٧): په کابل کې په داسې حال کې له بهره د روميانو وارداتو په کمېدو سره د هغو بيه شپږ برابره لوړه شوې چې د سړو خونو د نه شتون له امله په اوړي کې له افغانستانه ٩٠زره ټنه روميان صادر شوي دي.   

د افغانستان د سبو ټولنې له لېږد د څارنې مشر امید حیدری نن (د کب ١٩مه) پژواک خبری اژنس ته وویل چې په کابل کې یوه میاشت مخکې په پرچون ډول د يو کيلو رومي بانجانو بيه شل افغانۍ وه، خو اوس ١٢٠ افغانيو ته لوړې شوې ده.   

دى وايي چې نن په عمده ډول يوه کيلو بانجان په شاوخوا ٨٥ افغانۍ پلورل کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په اوړي کې نږدې ٩٠زره ټنه روميان له افغانستانه ايران، پاکستان او هند ته صادر شوي دي. 

دى وايي، دغه روميان ځکه بهر ته صادر شوي چې د روميانو د ساتنې لپاره سړې خونې نشته.

هغه زياته کړه چې په ژمي کې په ګرمو ولايتونو کې په  شنو خونو کې روميان کرل کېږي، خو کچه يې دومره ده چې يواځې د هماغو ولايتونو اړتيا پوره کړي.

د ده په وينا، په ژمي کې کابل او د هېواد ځينو نورو ولايتونو ته له پاکستان او ايرانه روميان راوړل کېږي او اوس يې بيه ځکه لوړه شوې چې له دغو هېوادونو يې واردات کم شوي دي.

حيدري وايي سږ کال په پاکستان کې هم روميان کم دي، نو ځکه يې له دغه هېواده واردات کم شوي دي.   

دى زياتوي چې مخکې ایران افغانستان ته دوه ډوله (ساده او ګلخانه یې) رومیان رالېږل، خو اوس يې د ساده روميانو رالېږد بند کړى او يواځې گلخانه يي روميان چې بيه يې لوړه ده، رالېږي. 

سرچينه زياتوي چې ايران به مخکې خپل ګلخانه يي روميان روسيې، تاجکستان، عربي متحده اماراتو ته لېږل او اوس يې ځکه افغانستان ته رالېږي چې دلته په لوړه بيه پلورل کېږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وياند اکبر رستمي وايي چې تر اوسه لومړيتوب د شنو خونو جوړولو ته ورکړل شوى و خو دغه وزارت به له دې وروسته د سبو لپاره د سړو خونو جوړولو ته ډېره پاملرنه وکړي، څو دغه ستونزه حل شي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.