ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ورښتونو د کندهار مالدارۍ او صنعت ته میلیونونه افغانۍ زيان اړولى

ورښتونو د کندهار مالدارۍ او صنعت ته میلیونونه افغانۍ زيان اړولى

author avatar
10 Mar 2019 - 15:15
ورښتونو د کندهار مالدارۍ او صنعت ته میلیونونه افغانۍ زيان اړولى
author avatar
10 Mar 2019 - 15:15

کندهار (پژواک، ۱۹ کب ۹۷): په کندهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو د نورو زیانونو تر څنګ مالدارۍ او صنعت ته هم میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.

چارواکي وايي، په دغه ولایت کې مالدارۍ ته ۶۳ میلیونه او صنعت ته ۷۵ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ د ترویج مسوول انجنیر محمدالله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې مالدارۍ ته چې د کوچیانو څاروي، د چرګانو، کبانو او شاتو مچیو فارمونه په کې شامل دي، ټولټال ۶۳ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

دی زیاتوي، د دوی د سروې له مخې په ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې د کوچیانو ۳زره څاروي چې پسونه، وزې، خره او نور په کې شامل دي مړه شوي او په دې توګه ۴۵ میلیونه افغانۍ زیان ورته اوښتی دی.

دغه راز ده وویل چې په ډنډ او دامان ولسوالیو کې د چرګانو ۴ فارمونو ته زیان اوښتی چې په درېيو کې یې ۱۲زره د غوښې چرګان هم وو او ټول مړه شول.

دی وايي، دغه فارمونو په هوار ډاګ جوړ شوي وو چې د سېلاب اوبو لاندې کړل او ودانۍ یې په بشپړه توګه نړېدلې دي.

د ده په خبره، د هر فارم پر ودانۍ ۶ سوه زره افغانۍ لګښت شوی چې په دې توګه دغو فارمونو ته ۶ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

نوري وویل، د کبانو د روزنې په برخه کې ډېر زیان د کندهار ښار په باغ پُل کې افغان کب شرکت ته اوښتی چې د افغانستان ۱۶ ولایتونو ته یې د کبانو بچیان صادرول.

دی زیاتوي، د دغه شرکت سل زره د کبانو واړه بچي مړه شول او حوض یې ویجاړ شو چې په دې توګه ورته ۳ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

نوموړي د شاتو مچیو د روزنې فارمونو ته د اوښتي زیان په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل په کندهار ښار او نژدې ولسوالیو کې د مچیو ۱۸ فارمونو ته چې ۲۳۰۰ کورنۍ د شاتو مچۍ په کې روزل کېدې، دروند زیان اوښتی دی.

ده وویل، تېز باران او سېلاب شاوخوا ۱۰۰۰ صندوقه مچۍ مړې کړې او په دې توګه دغو فارمونو ته ۱۱ میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.