ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د کندهار له سېلاب ځپلو سره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ

ولسمشر د کندهار له سېلاب ځپلو سره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ

author avatar
10 Mar 2019 - 09:24
ولسمشر د کندهار له سېلاب ځپلو سره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ
author avatar
10 Mar 2019 - 09:24

کندهار (پژواک، ۱۹ کب ۹۷): ولسمشر محمد اشرف غني له فراه وروسته پرون ماښام کندهار ته سفر وکړ او هلته یې د ولایتي چارواکو او قومي مشرانو تر څنګ د سېلاب ځپلو کورنیو له استازو سره ولیدل.

ولسمشر چې یوه پلاوي یې هم ملتیا کوله، په کندهار هوايي ډګر کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې یوې غونډې ته وینا هم وکړه.

ولسمشر په پیل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو هوايي لوا وستایله چې په سېلابونو کې ګير سلګونه هېوادوال یې وژغورل او دغه راز له ملي سوداګرو یې مننه وکړه چې په بېړنۍ توګه یې د سېلاب ځپلو لپاره د سرپناه، کمپلو او خوراک اسانتیاوې چمتو کړي.

هغه د کندهار د سېلاب ځپلو لپاره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ چې ۳۰ میلیونه به یې د کرنې په بیارغونې ولګول شي.

ده وویل: ((د سېلاب له امله د هر شهید کورنۍ ته به ۵۰ زره او د ټپي کورنۍ ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شي، هرې کورنۍ ته چې کور یې ویجاړ شوی ۱۵ زره افغانۍ او چې یوه برخه یې زیانمنه شوې وي ۷،۵ زره افغانۍ ورکړل شي.))

دغه راز هغه یادونه وکړه چې د کرنې وزارت له خوا به له سېلاب ځپلو سره د ۱۰۰۰ ټنه اوړو او د کوچیانو د څارویو لپاره د ۱۰۰۰ ټنه خوراک مرسته وشي.

ولسمشر زیاته کړه، له سېلاب ځپلو سره به د روغتیا او د ویجاړو شوو څاګانو د بیا جوړولو په برخه کې هم مرستې وشي.

د دې تر څنګ هغه یادونه وکړه چې د سېلابونو له امله د ویجاړ شوو جوماتونو، پلونو او لارو د رغولو لپاره به وروسته اقدام وکړي.

خو ده ټینګار وکړ چې د زیانمنو شوو کره شمېرې دې راټولې شي، که د زیانمنو شوو شمېر ډېرېږي نو دوی به مرستې هم ډېرې کړي.

نوموړي وویل، یو تخنیکي پلاوی به کندهار ته راشي څو د سېلابونو په مسیر کې شته کورونه معلوم کړي او په بدل کې هغوی ته نورې ځمکې ورکړل شي څو په راتلونکې کې د سېلابونو له خطرونو وژغورل شي.

 

دغه راز یې یادونه وکړه چې د سېلابونو راوتلو د مخنیوي لپاره به ټول وزارتونه پر یوه ګډه طرحه هم کار وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.