جلال اباد (پژواک، ١٩ کب ٩٧) : د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې هوايي ډګر ته نږدې د خصوصي شرکت د بريد پلان جوړونکى د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو له خوا وژل شوى دى.
دغه بريد چې تېره اوونۍ ترسره شوى و، په ترڅ کې يې د ياد شرکت ١٦ کارکوونکي ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شوي وو. ددغه بريد مسووليت داعش ډلې منلى و.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د مومندرې ولسوالۍ په هزار ناو سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، ددغو عملياتو په ترڅ کې د داعش ډلې يو مهم کس سبحان الله چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار هوايي ډګر ته څېرمه پر يوه خصوصي شرکت د بريد پلان جوړکړی و، ووژل شو .
خوږياڼى وايي، د يادو عملياتو پر مهال يو شمېر شکمن کسان هم نيول شوي، همدا راز دوه ميله کلاشينکوفونه، دوه پرتلې، اووه حلقې لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي هم امنيتي ځواکونو تر لاسه کړي چې په سيمه کې يې له منځه وړي دي .
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن