ترينکوټ (پژواک، ۱۹ کب ۹۷): د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار د عمومي او فرعي څلورلارو د معياري نومونو نه شتون د دې لامل شوى چې ښاريان يې په محلي او يا هم د توکو پلورولو په نومونو ونوموي.
په ترينکوټ ښار کې شته څلورلارې د ترياکو چوک، د نصوارو چوک، پټاټو چوک، وټی چوک، ګاز چوک، د چرګانو چوک، د مستريانو چوک، د پښانو چوک، د قصابانو چوک، نجارانو چوک او دې ورته نور هم شته دي.
د دغه ولايت اوسېدونکي هم د ښار د چوکونو له دې ډول نومونو ځورېږي او په دې برخه کې مسوول چارواکي پر بې غورۍ تورنوي.
د ترينکوټ ښار يو اوسېدونکی ٥٣ کلن محمد ادريس وايي، د ترينکوټ ښار د چوکونو غير معياري نومونه لري او پر هغو نومونه نومول شوي چې د توکو پېر او پلور په کې ترسره کېږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د بېلګې په توګه د ترياکو چوک کې قاچاقبران دوکانونه لري او د ترياکو پېر او پلور په کې ترسره کېږي؛ نو ځکه په همدغه نوم نومول شوى.
ادريس زياتوي، د ښار ټولې څلورلاې او واټونه په دې ډول ناسمو نومونو نومېدلي چې د دغه ولايت د اوسېدونکو په اړه ناسم پيغام لري.
ميراجان هم چې د ترینکوټ ښار د پوټي کلاچې اوسېدونکی دی وايي، نه يواځې د ښار څلورلارې او کوڅې په غير معياري نومونو نومول شوي، بلکې د کليو نومونه هم غير معياري دي او دوى يې پر يادولو شرمېږي.
د هغه په وينا، د يو کلي نوم غلامان دى، د بل کلي نوم پوټي کلا، همداسې د نورو کليو نومونه هم بې خونده دي.
د اروزګان د ډېر عمر لرونکي اوسېدونکي وايي چې د ترينکوټ ښار پخوا يوازې يو چوک چې (منار) نومېده او يوه ودانۍ د ظاهرشاه (کوټۍ) نومېده درلوده، خو اوس د دغه ولایت کلي او د ښار څلورلارې او واټونه زيات شوي او هر يوه يې نوم پيدا کړی دى.
ليکوال او ژورنالېست نجيب لطيف وايي، د ښار د چوکونو دغه ډول نومونه د دې ښکارندويي کوي چې د ترینکوټ ښار ته پاملرنه نه ده شوې او هېڅ مسوول نه لري.
هغه پژواک ته وويل، دغه ډول غیر معیاري نومونه هغوی ته د راپور جوړولو پر مهال هم سرخوږی جوړوي، که چېرې کومه پېښه د ښار په کوم چوک کې ترسره کېږي، نو اړ دي چې په راپور کې يې هماغه د نصوارو يا ترياکو چوک ياد کړي.
د نوموړي په وينا، اروزګان اوس هم زيات نوميالي او فرهنګي شخصيتونه لري او په تېرو کلونو کې يې درلودل چې باید د هغوی نومونه پر چوکونو کېښودل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن