ښرنه (پژواک، ١٩ کب ٩٧): د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې اووه ملکي وګړي وژل شوي خو امنيتي چارواکي وايي چې وژل شوي کسان وسله وال طالبان دي.
د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي فلک ناز د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ګډو ځواکونو د رخې په کلي کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د همدغه کلي اووه اوسېدونکي وژل شوي دي.
ده زياته کړه: ((دغه اووه کسان يې له کورونو ايستلي دي، بيا يې بېرون په مرميو ويشتلي دي.))
دغه راز د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې د کلي اوسېدونکو د وژل شوو کسانو جنازې د اعتراض په موخه د ولسوالۍ د مقام مخې وړې دي، څو چارواکو ته يې وښيي چې دا ملکي وګړي دي نه وسله وال طالبان.
خو د پکتيکا امنيتي چارواکي بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک ته وويل چې په برمل ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو عمليات کړي دي.
ده وويل چې په دغو عملياتو کې د درېيو عربانو په ګډون ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بل لور ته طالبان هم وايي چې په برمل کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه حکومتي او بهرنيو ځواکونو د برمل ولسوالۍ په رخې سيمه کې عمليات کړي دي.
دى وايي چې په دغو عملياتو کې څلور کورونه ويجاړ شوي او اته ملکي وګړي پر مخامخ ډزو وژل شوي دي.
د يادونې ده، برمل ولسوالۍ له ګاوندي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري او د پکتيکا تر ټولو نا امنه سيمه ګڼل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن