د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ګاونډیو هېوادونو ناسالم رقابت د افغانستان د وسپنې ويلې کېدو سکتور له ستونزو سره مخامخ کړی

د ګاونډیو هېوادونو ناسالم رقابت د افغانستان د وسپنې ويلې کېدو سکتور له ستونزو سره مخامخ کړی

Mar 10, 2019 - 20:29

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٧): د افغانستان د وسپنې وېلې کېدو د فابریکو ټولنه وايي چې له کاره لوېدلې وسپنې قاچاق او د ګاونډیو هېوادونو ډامپينګ (ناسالم رقابت) د افغانستان د وسپنې وېلې کېدو سکتور له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د یادې ټولنې په خبره، که د دې ستونزې مخه ونه نیول شي، په افغانستان کې به په دغه برخه کې ۴۵۰ میلیون ډالري پانګونه ضایع او د هېواد د وسپنې وېلې کېدو ټولې فابریکې به له سقوط سره مخامخ شي.

د افغانستان د وسپنې وېلې کېدو د ټولنې رییس پروېز خواجه زاده نن په کابل کې «د افغانستان د وسپنې ويلې کېدو د فابریکو سقوط» په نوم اعتراضیه ناستې ته وویل، همدا اوس د ټول هېواد په کچه د وسپنې ويلې کېدو په ۸ فابریکو کې له ۴۵۰ میلیون ډالرو څخه ډېره پانګونه شوې او ۱۲ زره کسانو ته په کې په مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شوې ده.

د هغه په خبره، که د دغه سکتور ملاتړ وشي، د هېواد د وسپنې له ۷۰ سلنه زیاتې اړتیاوې پوره کوي.

هغه زیاته کړه: ((له بده مرغه په دې وروستیو کې د وسپنې د ويلې کېدو سکتور له ستونزو سره مخامخ شوی، زموږ لویه ستوزه د ګاونډيو هېوادونو ناسالم رقابت دی... ګاونډي هېوادونه د ډمپېنګ له لارې د افغانستان بازار ته ننوتي، د مجبوریت او یا بل هر دلیل له امله غواړي د افغانستان د وسپنې ويلې کېدو سکتور له سقوط سره مخامخ کړي.))

د هغه په خبره، د افغانستان کمه تعرفه د دې لامل شوې چې د وسپنې واردات په ځانګړې توګه سیخ ګول ډېر زیات شي، د دغه کار له امله په افغانستان کې د یو ټن سیخ ګول بیه ۳۵۰ ډالرو ته رسېدلې ده، په داسې حال کې چې په نړیوالو بازارونو کې د یو ټن سیخ ګول بیه له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ ډالرو ده.

خواجه زاده زیاته کړه، که څه هم حکومت دوه کاله مخکې له کاره لوېدلو وسپنو پر قاچاق بندیز لګولی دى، خو اوس هم د یادو وسپنو سلګونه موټره وسپنه پاکستان ته قاچاق کېږي.

د نوموړي په خبره، پاکستان له کاره لوېدلو وسپنو پر وارداتو محصول لرې کړی دی.

هغه وویل، که د دې ستونزې مخه ونه نیول شي، په افغانستان کې به د وسپنې ويلې کېدو په برخه کې ۴۵۰ میلیون ډالره پانګونه ضایع شي او د وسپنې ويلې کېدو ټولې فابریکې به له سقوط سره مخامخ شي.

د سرچینې د معلوماتو په اساس، افغانستان ته اوس هر کال ١،٢ میلیون ټنه وسپنه واردېږي، خو که افغان حکومت په دغه هېواد کې د وسپنې ويلې کېدو له سکتوره ملاتړ وکړي، په کم وخت کې به په یاده برخه کې ځان بساینې ته ورسېږو.

د یادې ټولنې مرستیال عصمت الله وردګ وویل: ((موږ په تنګ شوي یو، هر څومره حوصله مو چې وکړه، حل نه شوه، درې میاشتې کېږي چې د اقتصاد شورا په ناسته کې زموږ پر موضوع خبرې نه کېږي، موږ د خپلې ستونزې د حل لپاره چېرته لاړ شو؟))

هغه له حکومته وغوښتل چې د صنعت کارانو د دې ستونزې د حل لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي، له دې پرته به د هېواد د وسپنې ويلې کېدو ټولې فابریکې له سقوط سره مخامخ شي.

یادې ټولنې د یو پرېکړه لیک په صادرولو له حکومته وغوښتل چې د وسپنې پر وارداتو تعرفه ۴۰ سلنه لوړه کړي، د هېواد د ګمرکونو په ډېټابېس کې دې د وسپنیزو توکو نړیوالې بیې ورسوې او له افغانستانه دې پاکستان ته له کاره لوېدلې وسپنې د قاچاق مخه ونیول شي.

دغه راز سرچینې لیکلي چې د یادې ټولنې مسوولین د مالیې، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ د وزیرانو او د تدارکاتو د ملي ادارې د رییس په موجودیت کې له ولسمشر سره د ژر تر ژره لیدو غوښتنه کوي.

د مالیې وزارت د ګمرکاتو عمومي رییس رشاد پوپل پژواک ته په یوه ویډیويي کلېپ کې ویلي، دولت د داخلي صنعت د پرمختګ او تقویې لپاره د ملاتړې تعرفې کړنلاره جوړه کړې چې په اساس یې کمپنۍ او فابریکې کولای شي د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لارې خپل تولیدي پلان ګمرکاتو ته وړاندې او د هغه مطابق ورته خام مواد د یو سلنه او دوه نیم سلنه په اساس ګمرکي طی مراحل کېږي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه: ((موږ شاوخوا پنځه یا شپږ میاشتې مخکې د کمېټې د پرېکړې په اساس د انګلارن او وسپنې د ګاډر د تعرفې سلنه له پنځه سلنې څخه ۱۶ سلنې ته لوړه شوه، زموږ اساسي موخه داوه چې د خپل داخلي صنعت ملاتړ وکړو.))

پوپل زیاته کړه، دوی له کاره لوېدلو وسپنو له قاچاق څخه د مخنیوي لپاره ښې لاسته راوړنې لري او د کابینې له پرېکړې سره سم یې له کاره لوېدلو وسپنو پر صادراتو بندیز ولګېد.

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، ګمرکونه د له کاره لوېدلې وسپنې د قاچاق د مخینوي په برخه کې عمل جوړ کړی او اوسمهال په ټولو ګمرکاتو کې هم تطبیق کېږي.

پژواک د کورنیو چارو وزارت له ویاند سره اړیکه ټینکه کړه، خو پاکستان ته یې د له کاره لوېدلې وسپنې د قاچاق په اړه ځواب تر لاسه نه کړ.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement