د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له رابعه بلخي روغتون سره مرسته وشوه

له رابعه بلخي روغتون سره مرسته وشوه

Mar 10, 2019 - 19:07

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٧): د افغانستان اسلامي بانک د وضعیت د ښه کېدو او غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له رابعه بلخي روغتون سره د یو شمېر طبي لوازمو مرسته وکړه.

رابعه بلخي روغتون په نسايي ولادي برخه کې د کابل ښار له هغو روغتونونه دی چې یوه شپه او ورځ کې شاوخوا ۹۰۰ ناروغان ورته راځي.

د اسلامي بانک د بازارموندنې برخې رییس سلیم رحیمي په رابعه بلخي روغتون کې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، دوی له رابعه بلخي روغتون سره د دوو عملیات خونو د لوازمو مرسته وکړه.

د اسلامي بانک د یادې سرچینې په خبره، په دغه لوازمو کې د بېړنیو ناروغانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره اړین وسایل او د عملیاتو چپرکټ شامل وو.

نوموړي د یاد روغتون په دهلېزونو کې د یو شمېر پوسټرونو د نصب یادونه هم وکړه چې ناروغان یې پر کتلو خوشاله کېږي.

 

 

رحیمي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د یاد روغتون د ډاکترانو او نرسانو فعالیتونه وستایل او ویې ویل، اسلامي بانک د دغه روغتون ۷۰ ډاکترانو او نرسانو ته د ښه فعالیت له امله ډالۍ ووېشلې.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، د افغانستان اسلامي بانک په سوداګریزو برخو کې د اسانتیا لپاره متشبثو ښځو ته خدمات وړاندې کوي.

هغه وویل، همدا اوس په مکروریانو او شهرنو سیمه کې د دغه بانک دوې نمایندګۍ فعالیت لري او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې دغه خدمتونه د ولایتونو متشبثو ښځو ته هم وړاندې کړي.

د حدیثې په نوم د رابعه بلخي روغتون یوې ډاکترې پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مرستې به د رابعه بلخي روغتون د پرمختګ لامل وګرځي.

هغې زیاته کړه، د افغانستان ښځې د ټولنې د مدیریت او مشرۍ وړتیا لري او له دوی څخه باید ملاتړ وکړي.

د نوموړي په خبره، پر مهمو پوسټونو د ښځو دندې په ډاګه کوي چې په دولت کې د ښځو ګډون د پام وړ پرمختګ کړی دی داسې چې اوس په یوه لوړه دولتي څوکۍ د ښځې ګومارنه د خلکو لپاره نوی خبر نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي اوس په زیاتره پرمختللو هېوادونو کې د اسلامي بانکدارۍ خدمتونه د هغه هېوادونو د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې اساسي رول لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement