د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ورښتونو د کندهار مالدارۍ او صنعت ته میلیونونه افغانۍ زيان اړولى

ورښتونو د کندهار مالدارۍ او صنعت ته میلیونونه افغانۍ زيان اړولى

Mar 10, 2019 - 15:15

کندهار (پژواک، ۱۹ کب ۹۷): په کندهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو د نورو زیانونو تر څنګ مالدارۍ او صنعت ته هم میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.

چارواکي وايي، په دغه ولایت کې مالدارۍ ته ۶۳ میلیونه او صنعت ته ۷۵ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ د ترویج مسوول انجنیر محمدالله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې مالدارۍ ته چې د کوچیانو څاروي، د چرګانو، کبانو او شاتو مچیو فارمونه په کې شامل دي، ټولټال ۶۳ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

دی زیاتوي، د دوی د سروې له مخې په ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې د کوچیانو ۳زره څاروي چې پسونه، وزې، خره او نور په کې شامل دي مړه شوي او په دې توګه ۴۵ میلیونه افغانۍ زیان ورته اوښتی دی.

دغه راز ده وویل چې په ډنډ او دامان ولسوالیو کې د چرګانو ۴ فارمونو ته زیان اوښتی چې په درېيو کې یې ۱۲زره د غوښې چرګان هم وو او ټول مړه شول.

دی وايي، دغه فارمونو په هوار ډاګ جوړ شوي وو چې د سېلاب اوبو لاندې کړل او ودانۍ یې په بشپړه توګه نړېدلې دي.

د ده په خبره، د هر فارم پر ودانۍ ۶ سوه زره افغانۍ لګښت شوی چې په دې توګه دغو فارمونو ته ۶ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

نوري وویل، د کبانو د روزنې په برخه کې ډېر زیان د کندهار ښار په باغ پُل کې افغان کب شرکت ته اوښتی چې د افغانستان ۱۶ ولایتونو ته یې د کبانو بچیان صادرول.

دی زیاتوي، د دغه شرکت سل زره د کبانو واړه بچي مړه شول او حوض یې ویجاړ شو چې په دې توګه ورته ۳ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

نوموړي د شاتو مچیو د روزنې فارمونو ته د اوښتي زیان په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل په کندهار ښار او نژدې ولسوالیو کې د مچیو ۱۸ فارمونو ته چې ۲۳۰۰ کورنۍ د شاتو مچۍ په کې روزل کېدې، دروند زیان اوښتی دی.

ده وویل، تېز باران او سېلاب شاوخوا ۱۰۰۰ صندوقه مچۍ مړې کړې او په دې توګه دغو فارمونو ته ۱۱ میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

 

د کندهار زیانمن شوي فارم لرونکي وايي، دولت دې ورسره مرسته وکړي څو هغوی وتوانېږي بېرته خپلو چارو ته په عادي توګه دوام ورکړي.

د زیانمنو شوو فارم لرونکو له ډلې د افغان کب شرکت مسوول فضل احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د کبانو د روزنې حوض یې ویجاړ شوی، سل زره د کبانو بچي یې مړه شوي او لسګونه کسان چې په کار یې ګومارلي وو، بې کاره شوي دي.

دی وايي، په یوازې ځان د اوښتي زیان جبران نه شي کولای او حکومت باید مرسته ورسره وکړي.

د ده په خبره، د صنایعو د قانون له مخې که کوم پانګه وال ته د ورته طبیعي پېښو له امله زیان اوړي نو حکومت باید د اوښتي زیان اتیا سلنه مرسته وکړي.

بلخوا ارښت او سېلابي اوبو د کندهار د صنعتي پارک فابریکو ته هم ۷۵ میلیونه افغانۍ زیان اړولی او سلګونه کسان بې کاره شوي دي.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال عبدالباري پژواک اژانس ته وویل، د ورښت پر مهال اوبه فابریکو ته ننوتلې چې له امله یې هم ودانۍ او هم مشینري زیانمنې شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((د ښاروالۍ د نه پاملرنې له امله ورستیو اورښتونو په صنعتي پارک کې نژدې ۷۵ میلیونه افغانۍ زیان اړولی او همدارنګه د ډېرو فابریکو د نه فعالیت له امله ۱۵۰۰ کارګر بې کاره شوي دي.))

ده نیوکه وکړه چې له دوی د ځمکې بیه او نور ټکټونه اخیستل کېږي خو هغسې خدمات چې ښايي، نه دي وړاندې شوي، له همدې امله پانګه وال زیانمن شوي دي.

دی هم له حکومته د مرستې غوښتنه کوي او وايي، ښاروالي دي د صنعتي پارک سړکونه او پلونه جوړ کړي، څو په راتلونکې کې د نورو زیانونو مخنیوی وشي.

د افغانستان د متشبثینو د بورډ مسوول حاجي رحم الدین اغا وايي چې په صنعتي پارک کې دسړکونو او پلونو او نورو خدماتو د نشتوالي له امله ډېر کم باران هم پانګه والو ته زیان اړوي.

دی هم له حکومته غواړي چې دغلته هم خدماتو ته پاملرنه وکړي او هم ژر تر ژره د برېښنا غم وخوري ځکه وار له خه دغلته له ۲۲۰ فابریکو ۸۰ یې د برېښنا د کمښت له امله تړل شوي دي.

د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې صنعتي پارک د کندهار ښار برخه ده، دوی هڅه کوي دلته هم ښاري خدمات وړاندې کړي.

ده وویل، ښاروالۍ پلان لري چې په نژدې راتونکې کې د نړیوال بانک په مرسته د صنعتي پارک په شمالي او جنوبي برخو کې یو شمېر سړکونه پاخه کړي چې ۶ لکه ډالر لګښت پرې راځي.

دی وايي، د دې او نورو خدماتو په تر سره کولو به د صنعتي پارک د فابریکو ډېرې ستونزې هوارې شي.

د یادونې ده چې ولسمشر تېر ماښام کندهار ته سفر وکړ او د دغه ولایت له سېلاب ځپلو سره یې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ.

په کندهار کې وروستي اورښت او سېلابونو د مالدارۍ او صنعت د زیانمن کېدو تر څنګ ۹۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې، شاوخوا ۶ زره کورونه یې ویجاړ کړي او په زرګونو جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه یې زیانمن کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan