د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر د کندهار له سېلاب ځپلو سره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ

ولسمشر د کندهار له سېلاب ځپلو سره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ

Mar 10, 2019 - 09:24

کندهار (پژواک، ۱۹ کب ۹۷): ولسمشر محمد اشرف غني له فراه وروسته پرون ماښام کندهار ته سفر وکړ او هلته یې د ولایتي چارواکو او قومي مشرانو تر څنګ د سېلاب ځپلو کورنیو له استازو سره ولیدل.

ولسمشر چې یوه پلاوي یې هم ملتیا کوله، په کندهار هوايي ډګر کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې یوې غونډې ته وینا هم وکړه.

ولسمشر په پیل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو هوايي لوا وستایله چې په سېلابونو کې ګير سلګونه هېوادوال یې وژغورل او دغه راز له ملي سوداګرو یې مننه وکړه چې په بېړنۍ توګه یې د سېلاب ځپلو لپاره د سرپناه، کمپلو او خوراک اسانتیاوې چمتو کړي.

هغه د کندهار د سېلاب ځپلو لپاره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ چې ۳۰ میلیونه به یې د کرنې په بیارغونې ولګول شي.

ده وویل: ((د سېلاب له امله د هر شهید کورنۍ ته به ۵۰ زره او د ټپي کورنۍ ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شي، هرې کورنۍ ته چې کور یې ویجاړ شوی ۱۵ زره افغانۍ او چې یوه برخه یې زیانمنه شوې وي ۷،۵ زره افغانۍ ورکړل شي.))

دغه راز هغه یادونه وکړه چې د کرنې وزارت له خوا به له سېلاب ځپلو سره د ۱۰۰۰ ټنه اوړو او د کوچیانو د څارویو لپاره د ۱۰۰۰ ټنه خوراک مرسته وشي.

ولسمشر زیاته کړه، له سېلاب ځپلو سره به د روغتیا او د ویجاړو شوو څاګانو د بیا جوړولو په برخه کې هم مرستې وشي.

د دې تر څنګ هغه یادونه وکړه چې د سېلابونو له امله د ویجاړ شوو جوماتونو، پلونو او لارو د رغولو لپاره به وروسته اقدام وکړي.

خو ده ټینګار وکړ چې د زیانمنو شوو کره شمېرې دې راټولې شي، که د زیانمنو شوو شمېر ډېرېږي نو دوی به مرستې هم ډېرې کړي.

نوموړي وویل، یو تخنیکي پلاوی به کندهار ته راشي څو د سېلابونو په مسیر کې شته کورونه معلوم کړي او په بدل کې هغوی ته نورې ځمکې ورکړل شي څو په راتلونکې کې د سېلابونو له خطرونو وژغورل شي.

 

دغه راز یې یادونه وکړه چې د سېلابونو راوتلو د مخنیوي لپاره به ټول وزارتونه پر یوه ګډه طرحه هم کار وکړي.

ولسمشر د دې تر څنګ په یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د سپین بولدک د کدني بند جوړول د کندهار د وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق غوښتنه وه چې د جوړولو چارې به یې په لنډ وخت کې پيل کړي.

د دهلې بند په اړه هغه وویل چې د ۱۰ متره په اندازه د دغه بند د لوړولو د پروژې د پیلولو لپاره چمتووالی نیول شوی چې د راتلونکو پنځوس کلونو لپاره به د دغه ولایت لپاره اوبه برابرې کړي.

ولسمشر د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، د لوی احمد شاه بابا عزت پر هر افغان واجب دی او په کندهار کې د هغه د کور د استملاک چارې بشپړې شوې چې په رغولو به د افغانستان د ملي ټاټوبي په توګه ونمانځل شي.

دغه راز ده زیاته کړه: ((د یو شمېر افغان قهرمانانو مقبرې لا هم خوندي نه دي او دوی به د عبدالله خان اڅکزي، وزیر محمداکبر خان، د میوند د فاتح غازي محمد ایوب خان او ملالې میوندي قبرونه جوړوي.))

د ده په خبره، سږ کال چې د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځل کېږي، نو د دارالامان په ګډون د غازي امان الله خان ټولې ۱۴ ماڼۍ به جوړېږي او دا د ټول هېواد ګډ ویاړونه دي.

د یادونې ده، ولسمشر داسې مهال کندهار ته سفر کوي چې د چارواکو په وینا، دغلته وروستي اورښت او سېلابونو ۹۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې، شاوخوا ۶ زره کورونه یې ویجاړ کړي او په زرګونو جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه یې زیانمن کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement