ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که دسولې خبروکې د ښځو حقونو ته درناوى ونه شي د سولې ټينګښت ناشونى دى”

“که دسولې خبروکې د ښځو حقونو ته درناوى ونه شي د سولې ټينګښت ناشونى دى”

author avatar
10 Mar 2019 - 17:55
“که دسولې خبروکې د ښځو حقونو ته درناوى ونه شي د سولې ټينګښت ناشونى دى”
author avatar
10 Mar 2019 - 17:55

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۹۷): ځينې شنونکي وايي، که چېرې د سولې په خبرو کې د ښځو حقونو ته درناوى ونه شي او د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې ونه ساتل شي، په هېواد کې د تلپاتې سولې ټينګښت ناشونى دى.

خو د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه اسحاق ګيلاني وايي، د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې ډېرې کمې دي، هغه هم بايد وساتل شي او کوم کسان چې په جګړه کې خپله بقا ګوري، له ورته موضوعاتو ابزاري ګټه اخلي .

د سولې د ستراتېژيکو مطالعاتو انسټيټيوټ غړي داور نادي، نن په کابل کې د دې انسټيټيوټ له خوا په جوړه شوې خبري ناسته کې وويل، افغانان هغه سوله غواړي چې تلپاتې او د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې په کې وساتل شي.

دى وايي: "وياړو چې داسې نارينه لرو چې د ښځو له حقونو څخه دفاع کوي، کومې خبرې چې په قطر کې د پردې تر شا روانې دي، که چېرې د مېرمنو حقونو ته درناوی ونه شي، په هېواد کې دسولې تلپاتې ټينګښت ممکن نه دى."

دی زياتوي: "موږ د ډيموکراسۍ لپاره جګړه له استبدادي سولې غوره ګڼو."

د ټولنيزو اړيکو پوه ويدا ساغري په نننۍ ناسته کې وويل، نړيواله ټولنه په دې هڅو کې نه ده چې افغانستان کې تلپاتې سوله ټينګه شي، ځکه چې د سولې په خبرو کې يې ښځو ته فعاله ونډه نه ده ورکړې.

هغه زياتوي: "موږ شاهدان يو چې په افغانستان کې د سولې او جګړو په بهير کې مېرمنو ته هېڅ ونډه نه ده ورکړل شوې او تر څو چې مېرمنو ته ونډه ورنه کړل شي، ممکنه نه ده چې په هېواد کې تلپاتې سوله ټينګه شي."

ساغري وايي، طالبان هېڅ وخت په هېواد کې هغه ډول سوله نه غواړي چې د مېرمنو په ګټه وي.

د ولسمشر د مېرمنې رولا غني د دفتر د عامه اړيکو غړې زهرې يوسف وويل چې حکومت په هېواد کې د سولې ټينګښت ته ژمن دی او په دې پروسه کې يې ښځو ته فعاله ونډه ورکړې ده.

د هغې په وينا، سولې د خبرو په تړاو، حکومت څه موده وړاندې د هېواد له ۳۴ ولايتونو څخه د ۳۵۰۰ مېرمنو په ګډون د ښځو ملي اجماع راغوښتې وه او ولسمشر د هغوی نظرونه واورېدل.

دې وويل: "طالبان پخواني طالبان نه دي، سوله راتلونکې ده او په دې پروسه کې مېرمنو ته فعاله ونډه ورکړل شوې؛ خو دا چې دا پروسه ډېره اوږده ده، بايد حوصله ولرو."

د افغانستان د ښځو د ټولنې مشرې فتانې اسحاق ګيلاني بيا وويل چې لا هم د سولې خبرې نه دي پيل شوې او کومې هڅې چې روانې دي، دا لومړنۍ کړنې دي او کله چې د سولې خبرې پيلېږي، نو د سولې په مذاکراتو کې به ښځو ته فعاله ونډه ورکړل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.