ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د مُقر  ماشومان په ټول کال کې يواځې درې مياشتې ښوونځي ته ځي”

“د مُقر ماشومان په ټول کال کې يواځې درې مياشتې ښوونځي ته ځي”

author avatar
11 Mar 2019 - 15:26
“د مُقر  ماشومان په ټول کال کې يواځې درې مياشتې ښوونځي ته ځي”
author avatar
11 Mar 2019 - 15:26

غزني ښار(پژواک،٢٠ کب ٩٧):د غزني د مُقر ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د درسي کتابونو، ښوونکو او نورو اړينو امکاناتو د نشتون له امله د دوى ماشومان په ټول کال کې يواځې درې مياشتې ښوونځي ته ځي.

بل لورته د غزني د پوهنې رياست چارواکي هم دغه ستونزې مني او وايي چې د حل لپاره يې جدي هلې ځلې کوي.

د اړوندې موضوع په اړه د مُقر ولسوالۍ د لړمې سيمې اوسېدونکي شفيق الرحمن د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو شاوخوا ١٥ کلونو کې د دې ولسوالۍ د پوهنې برخې د پياوړتيا لپاره هېڅ کار نه دى شوى.

هغه وايي: ((موږ چې د پوهنې په برخه کې خپل مشکلات له چارواکو سره شريکوو، نو وايي چې مقر کې امنيتي ستونزې دي، و وروره نه طالب مکتب سره کار  لري او نه هم کوم بل څوک، راشه د پوهنې لپاره کار وکړه چې زموږ ټول ماشومان بې سواده پاتې شول.))

دغه راز د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې حکومت په دې ولسوالۍ کې تش په نوم ښوونځي جوړ کړي دي.

هغه وايي:((مکتب شته دى،خو تعمير نه لري، استاد نه لري، درسي کتابونه نه لري، ډېر وخت مکتب رخصت وي، يواځې دوه درې مياشتې که په ټول کال کې شاګردان مکتب ته ولاړ شي.))

همدارنګه د مقر ولسوالۍ د ګوډلو سيمې اوسېدونکي نعيم الله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ډېرى هغه کسان د ښوونکي په توګه دندې ترسره کوي چې ډېر پخوا يې تر شپږم تولګي پورې زده کړې کړې دي.

ده زياته کړه: ((موږتيار يو چې د هلکانو ترڅنګ نجونې هم مکتب ته واستوو، خو مشکل په حکومت کې دى چې موږ ته کار نه کوي.))

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو ارګانونو څخه يې غوښتنه وکړه چې په روان تعليمي کال کې يې اړوندې ستونزې هوارې کړي.

د يادو څرګندونو په اړه د غزني د پوهنې رييس مُحب الله انصار پژواک ته وويل چې د مقر ترڅنګ په نورو سيمو کې هم ورته ستونزې شته دي.

انصار زياته کړه: ((موږ پلان ورته جوړ کړى، په نوي تعليمي کال کې د مقر ترڅنګ په نورو سيمو کې هم د دغو ستونزو د حل لپاره جدي هلې ځلې کوو.))

نوموړي وويل چې ډېر ژر به ټولو هغو سيمو ته درسي کتابونه واستول شي چېرته چې زده کوونکي يې له کمښت سره مخ دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.