پلخمري(پژواک، ٢٠ کب ٩٧): د بغلان د نهرین ولسوالۍ ښوونکي د میاشتنۍ تنخوا له ځنډه شکایت کوي او ادعا يې وکړه چې اړوندو مامورینو یې له معاشونو د ارزیابۍ په نوم پيسې هم ګرځولې دي.
د نهرین ولسوالۍ لسګونو ښوونکو د کب په ۲۰ مه د بغلان د پوهنې ریاست مخ ته په یوه اعتراضیه غونډه کې رسنیو ته وویل چې له دې غونډې يې موخه د نهرین ولسوالۍ له معتمد او د پوهنې مدیر څخه شکایت دی.
دوى وايي چې د ولسوالۍ د پوهنې مديريت له ۷۵۰ ښوونکو څخه د ارزیابۍ په نوم زرګونه افغانۍ ګرځولي چې باید پوښتنه ترې وشي.
د دغو ښوونکو له ډلې څخه عظیم محمد پریاني پژواک ته وویل چې د پوهنې مدیر او معتمد له سلګونو ښوونکو د ارزیابۍ په نوم ۷۵۰زره افغانۍ پټې پیسې اخیستې دي.
پریاني زیاتوي چې د نهرین ولسوالۍ معتمد ښوونکو ته میاشتني معاشونه هم په قسطونو ورکوي چې د ځینو ښوونکو د تېرو څو میاشتو معاشونه پاتې دي.
دغه راز د محمد ملنګ په نوم بل ښوونکی هم ادعا لري چې د روان کال د وري میاشتې معاش یې لاهم نه دی ترلاسه کړی.
هغه زياتوي: ((په علت یې نه يم خبر خو د تېر حمل میاشتې له معاش څخه مې څلور نیم زره افغانۍ ګرځول شوي اوس راته وايي چې د ارزیابۍ په نوم یې ګرځولي.))
يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د پوهنې ریيس سید اسماعیل مجاهد له ښوونکو د اخیستل شوو پیسو او معاشونو د ځنډولو په اړه بې خبري وښوده او ويې وويل چې د يادې موضوع د څېړنې په موخه يې کمېټه ټاکلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن