کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٧): د ملي تدارکاتو کمېسيون د څه باندې ٥٥٥ ميليون افغانيو په لګښت نهه تدارکاتي پروژې منظورې کړې.
د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پرون ماښام په دلګشا ماڼۍ کې ۹ تدارکاتي مورده و ارزول چې په پایله کې یې له ۵۵۵ میلیون څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ټول تدارکاتي مورده منظور شول.
سرچينه ليکي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون د کابل ښار واصل اباد سیمه کې د ۶،۱ کیلو متره سړکونو د ډبرین فرش پروژې، د کاپیسا ولایت په مرکز محمودراقي کې د ۵،۶ کیلو متره سړکونو د ډبرین فرش پروژه، د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ مرکز د جوړېدو، د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ د احمدخېلو د نجونو ښوونځي لپاره د ۱۲ ټولګیو لرونکو دوه پوړیزه ودانۍ د جوړېدو، د اجرائیه ریاست د اړتیا وړ ۱۰۵ ام بي انټرنیټ تړونونونه منظول کړل.
دغه راز سرچينه ليکي چې ياد کمېسيون په دایکنډي کې د میرامور ولسوالۍ اړوند د ۱۲ ټولګیو لرونکي ښوونځي ودانۍ د جوړولو پروژه د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د (۳۴ولایتونو) په ۵ دریایي حوزو کې د سیمي جالیو د پېرلو او لېږد پروژې د مودې تمدید او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د برېښنایي مېترونو د برابرولو او نصب او په دغه تړون کې د مندرجاتو د تعدیل قرارداد هم منظور کړل.
دغه راز په خپرپاڼه کې راغلي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخابراتي عوایدو پر راټولولو د څارنې پروژه، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د معلوماتي ټکنالوجۍ شرکتونو اتحادیې (IT) او د احصائیې او معلوماتو ادارې له استازو جوړه د څارنې خپلواکې کمېټې د ایجاد طرحې هم ومنلې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن