ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې هرځل د پوليو له واکسينه اووه زره ماشومان پاتې کيږي

خوست کې هرځل د پوليو له واکسينه اووه زره ماشومان پاتې کيږي

author avatar
11 Mar 2019 - 15:04
خوست کې هرځل د پوليو له واکسينه اووه زره ماشومان پاتې کيږي
author avatar
11 Mar 2019 - 15:04

خوست ښار (پژواک،۲۰ کب ۹۷): د روغتيايي چارو مسوولين وايي چې په خوست کې د منفي تبليغاتو او د عامه پوهاوي د کموالي له امله د پوليو واکسينو د هرځل کمپاين پر مهال له ۷ زرو ډېر ماشومان له واکسين کولو پاتې کيږي.

هغوی وايي، که څه هم د نورو ولايتونو په پرتله دې ولايت کې دا ستونزه کمه ده، خو اندېښنه دا ده چې که دا لړۍ همداسې دوام پيدا کوي، ښايي دغه ولايت کې د پوليو د ويروس د شتون خطر نور هم زيات شي.

ددې ستونزې د حل په موخه په افغانستان کې د يونيسف ادارې له خوا د اسلامي مشورتي ګروپ، اسلامي پرمختيايي بانک، د اسلامي هېوادونو د همغږۍ سازمان، د اسلامي فقهې نړيوالې اکاډمي او د الاظهر نړيوال اسلامي پوهنتون په مرسته ددغه ولايت لسګونه ديني عالمانو ته د عامه پوهاوي يو کنفرانس جوړ کړی.

په افغانستان کې د يونيسف ادارې د پوليو د برخې عامه پوهاوي مسوول سيدکمال شاه نن د کب په ۲۰مه د دغه کنفرانس پرمهال وويل چې په دې سره به تر يوه بريده د هغو کورنيو شمېر راکم شي، چې د منفي تبليغاتو او ياد عامه پوهاوي د نشتوالي له امله خپلو ماشومانو ته د پوليو واکسين نه ورکوي.

هغه زياته کړه:((په خوست کې شاوخوا ۷ زره ماشومان په هر کمپاين کې له واکسينه پاتې کيږي داسې ماشومان چې کورنۍ يې واکسين نه ورته کوي او يا يې ردوي او ددې زون په کچه تقريباً  ۱۸ زره ماشومان د داسې کورنيو دي چې هغه واکسين ردوي.))

په همدې حال کې د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر ګل احمدشاه که څه هم د شمېرو په اړه څه نه وايي، خو دا مني چې ګنې ددې ولايت په ځينو سيمو کې ماشومان د پوليو له واکسين څخه پاتې کيږي.

دى وايي:((ځېنو ولسواليو کې انکاري کورنۍ شته او دوی داسې انګيري چې ګنې د پوليو واکسين ماشوم ته زيان رسوي، داسې نه ده بلکې واکسين د انسان دفاعي سيستم قوي کوي او د مختلفو امراضو په مقابل کې عکس العمل ښيي.))

په ورته وخت کې دديني عالمانو ددغه کنفرانس ګډونوال هم وايي چې واکسين د وقايوي طب يوه برخه ده او وقايوي طب په اسلامي شريعت کې هيڅ ممانعت نه لري.

دغه ديني عالمان کورنيو ته توصيه کوي، چې د خپلو اولادونو د ښې راتلونکې لپاره دې له پنځو کلونو ټولو کم عمره ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکړي.

يو تن ديني عالم مفتي عبدالواسع وويل : ((مور او پلار د خپلو ماشومانو په اړه هم په ديني په او ټولنيز لحاظ پراخه مسووليت لري او دا مسووليت بايد په سمه توګه ادا کړي. نبي عليه السلام فرمايي چې د يو چا د ګناه لپاره دا بس ده چې دی د هغه چا حقوق پر ځای کړي څوک چې دده په سرپرستۍ کې دي. نو والدين بايد دې ته متوجه وي ترڅو موږ وکولی شو راتلونکي کې له  هر ډول ناخوالو څخه خالي ټولنه ولرو)).

د يادونې ده چې په دې کنفرانس کې د خوست د مرکز او له ټولو دوولسو ولسواليو څخه شاوخوا ۸۰ تنو ديني عالمانو ګډون کړی وو، چې د يوې ورځې لپاره يې دوام وکړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.