د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ بنده شوه

د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ بنده شوه

Mar 11, 2019 - 15:07

چاريکار(پژواک، ٢٠ کب ٩٧): د سالنګ لویه لار د واورې ورښت له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه، خو نور موټر کولای شي له ځنځير (چین) څخه په استفاده له دې لارې تګ راتګ وکړي.

د سالنګونو د مراقبت او ساتنې ادارې په خبرپاڼه کې د یاد مطلب تر څنګ راغلي چې په سالنګونو کې د تېرې شپې له ۲ بجو راهیسې واوره ورېږي او اټکل کېږي چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو به دوام ولري.

سرچینې لیکلي، له همدې امله یې دغه لویه لار چې د هېواد مرکز له ۹ شمالي ولایتونوسره نښلوي د ټېلري موټرو پر مخ تړلې ده.

د سالنګونو د مراقبت او ساتنې ادارې له خلکو غوښتي چې له دې لارې د تګ راتګ پر مهال دې مناسب سرعت، وزن، د ژمنیو وسایلو او تجهیزاتو په ځانګړې توګه ځنځیر (چین)، ګرمو جامو، احتیاطي خوراکي توکو او روغنياتو لرلو ته پام وکړي.

دغه راز سرچینې لیکلي، هغه موټر چلوونکي چې پر دې لاره تګ راتګ کوي باید د موظفینو لارښوونو ته پام وکړي او د تونل او ګالريو په داخل کې دې له درېدو او مخکې کېدو څخه ډډه وکړي.

یاده اداره وايي، په دې لاره تلوونکي مسافر دې د اړتیا پر مهال له(٠٧٠٧٢٤٠٠٠٧) شمېرې سره اړیکه ونیسي.

په ژمي کې له دې لارې تګ راتګ له ګواښونو سره مل وي.

د ۱۳۸۸ کال په سلواغه میاشت کې د واورې ورېدو او سختو بادونو له امله په سوېلي سالنګ کې شاوخوا ۱۷۰ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شوي وو. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement