ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلخمري کې څلور ملکي وګړي وژل شوي

پلخمري کې څلور ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
11 Mar 2019 - 17:23
پلخمري کې څلور ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
11 Mar 2019 - 17:23

پلخمري(پژواک، ٢٠ کب ٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت د کب په ۲۰ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې وروسته وسله والو طالبانو د مرکز پلخمري اړوند د ډنډ غوري د باغ شمال سيمې پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

د هغه په وينا، په دغه سيمه کې يو ټانکر موټر هم اور اخيستى چې له امله يې څلور ملکي وګړي وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

بشارت وايي چې اوس هم په سيمه کې خال خال ډزې اورېدل کيږي، خو د کابل-شمال لويه لار د ترافيکو پرمخ خلاصه ده او څه ستونزه نشته.

خو د وژل شويو کسانو يو تن خپلوان ارباب عبدالرازق پژواک ته وويل چې د جګړې له امله ټانګر چلوونکى ټپي شوى، ټانکر يې چپه او اور يې واخيست.

هغه وايي چې په دغه پېښه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

خو د باغ شمال سیمې اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، اوس هم جګړه روانه ده چې له امله یې د پلخمري -مزار لویه لار له دوه ساعتونو راهیسې د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې ډنډ غوري د کابل-شمال پر لويه لار تر ټولو نا امنه سيمه ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې کيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.