ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فاریاب کې پنځو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فاریاب کې پنځو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
11 Mar 2019 - 11:53
په فاریاب کې پنځو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
11 Mar 2019 - 11:53

 میمنه (پژواک، ۲۰ کب ۹۷): یوه امنیتي سرچینه وايي چې د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ بازار ته نږدې پر یوه سراچه موټر د طالبانو په ډزو کې یو ملکي کس وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون څلور نور ټپیان دي.

یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه موټر تېر ماښام له قیصار ولسوالۍ څخه میمنې ښار ته روان و چې د المار بازار ته نږدې پرې وسله والو طالبانو ډزې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، په داسې حال کې چې د موټر ټوله سپرلي ملکي وګړي و خو د طالبانو له خوا پرې د ډزو لامل نه دی معلوم.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د میمنې د افغان ترک ورغتون د بېړنۍ څانګې ډاکتران وايي چې تېره شپه ۸ بجې دغه ورغتون ته یو مړی او څلور ټپیان راوړل شوي دي.

دوی په ډاګه کړه چې د ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.