جلال اباد (پژواک، ۲۰ کب ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د يو کور د چت پرېوتو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د معلوماتو له مخې، په مړو شويو کسانو کې د اتو مياشتو ماشومه هم ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ٢٠مه، پژواک اژانس ته وويل چې پېښه نن سهار د جلال اباد اوومې ناحيې اړوند د غوچکو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
دی وايي، د سخت ورښت له امله د يوه کور ديوې خونې چت پرېوتی چې د کور مېرمن او د هغې يوه اته مياشتنۍ لور په کې مړه شوې او درې نور ماشومان ټپيان شوي دي.
د والي وياند زياته کړه چې د پېښې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي.
د سيمې يوه اوسېدونکي سيد محمد وويل، چې پېښه په يوې غريبې کورنۍ کې رامنځته شوې چې د غربت له امله په يوې زړې خونې کې اوسېدل.
د يادولو ده چې له تېرې شپې راهيسې جلال اباد ښار کې باران ورېږي چې ځينې وختونه يې شدت زيات شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن