ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د هوايي بمباريو غبرګون کې لاريون وشو

لغمان کې د هوايي بمباريو غبرګون کې لاريون وشو

author avatar
12 Mar 2019 - 16:30
لغمان کې د هوايي بمباريو غبرګون کې لاريون وشو
author avatar
12 Mar 2019 - 16:30

مهترلام (پژواک، ۲۱ کب ۹۷): د لغمان د بادپښ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو په خپله سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د عملياتو په غبرګون کې لاريون وکړ.

دوی غوښتنه وکړه چې سيمه کې دې يې د هوايي بمباريو مخه ونيول شي او  ګواښ يې وکړ که دغه ځل ورته اقدام ترسره شي، نو دوی به هم سخت غبرګون وښيي.

لاريون کوونکو د کب په ۲۱مه د مرکز مهترلام ښار اړوند د ولايت مقام مخې ته ورغلي وو او د مرګ پر امريکا، مرګ د امریکا پر غلامانو، ړندې بمبارۍ نه منو او د ملکي مرګ ژوبلې مخه دې ونيول شي شعارونه يې ورکول.

دوى ويل، دا په تېر يوه کال کې څويم ځل دی چې افغان امنيتي ځواکونه د بهرنيو ځواکونو په ملتيا د دوی په سيمه کې عمليات او بمبار کوي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

د لاريون کوونکو شمېر نږدې درې سوه کسانو ته رسېده او له ځان سره يې د مړو عکسونه او بېنرونه هم راوړي وو.

د دوى له ډلې د بادپښ ولسوالۍ د ګړوچ سيمې اوسېدونکي عجب ګل وويل چې د تېرې چهارشنبې په ورځ يې د بهرنيو او افغان ځواکونو په عملياتو او بمبار کې د کورنۍ ۹ غړي وژل شوي.

نوموړی زياته کړه، په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې له وسله والو سره يې هېڅ تړاو نه درلود.

دغه راز د لاريون يو بل ګډونوال عبدالله وويل چې دوی څو ځلې مخکې هم د بهرنيو ځواکونو د هوايي بمبارۍ له امله ولايتي ادارې ته شکايت کړی و، خو هېڅ ګټه يې ونه کړه.

يوه قومي مشر ملک الفت الله خان ګواښ وکړ چې که د يادو بريدونو مخه ونه نيول شوه، نو خلک به ورته غبرګون څرګند کړي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی بيا وايي، دولتي پلاوی د دې څېړنه کوي چې بادپښ کې د وروستيو عملياتو پر مهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او وسله والو ته.

نوموړي وويل امنيتي ځواکونو ته په وروستۍ نظامي غونډه کې په کلکه ويل شوي وو چې د ملکي مرګ ژوبلې مخه دې ونيسي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د بادپښ ولسوالۍ خلکو د سيمه ييزو وسله والو په ملتيا پر جلال اباد او مهترلام ښارونو له دې له امله برېښنا بنده کړې وه چې ګواکې هلته پر ملکي وګړو بمبار کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.