ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” پوهنې وزارت له ۱۱۳ سپارښتنو یواځې ۱۶ عملي کړې دي”

” پوهنې وزارت له ۱۱۳ سپارښتنو یواځې ۱۶ عملي کړې دي”

author avatar
12 Mar 2019 - 18:53
” پوهنې وزارت له ۱۱۳ سپارښتنو یواځې ۱۶ عملي کړې دي”
author avatar
12 Mar 2019 - 18:53

کابل(پژواک،۲۱ کب ۹۷): له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څار ګډه کمېټه وايي چې د پوهنې وزارت د وړتیا او سرچینو د نشتون له امله له ټولو ۱۱۳ سپارښتنو یواځې ۱۶ په بشپړه توګه عملي کړې دي.

د دې کمېټې په درېیم راپور کې چې نن په کابل کې خپور شو راغلي، دوی یادې سپارښتنې د ۱۳۹۶ کال په لړم میاشت کې پوهنې وزارت ته سپارلې دي.

د سرچینې د معلوماتو په اساس، په سیمه ییزو زده کړو مرور، د وزارت جوړښت ته بیا کتنه، د ښځو د ګډون زیاتوالی، د پوهنې په برخه کې د اصلاحاتو لپاره د کابینې جلب، د کارکوونکو د چلند د مقررې تعدیل، د معلوماتو راټولول، د معلوماتو د مدیریت د سیستم رامنځته کول، په کلیو کې د کلیو جوړونې او پراختیا وزارت او په ښارونو کې د ښارجوړونې وزارت ته د ودانیزو پروژو سپارل، د پوهنې له کیفیت څخه د څار کمېټې رامنځته کول، په درېیو میاشتو کې د جذب په بهیر کې د شفافیت رامنځته کول، د تشو بستونو نوملړ، پر انټرنټي پاڼه د بستونو دغوښتونکو او ټاکل شوو نوماندانو خپرول، تشریحي پوښتنو ته د څلور ځوابه پوښتنو بدلول هغه وړاندیزونه دي چې تر اوسه د پوهنې وزارت عملي کړي.

د یادې کمېټې رییس باري سلام نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ښوونکو د جذب له بهیر څخه د څار په برخه کې د مدني ټولنو فعال ګډون، د عمده ګډونوالو په مشوره او مرسته د درسي نصاب چوکاټ ته بیاکتنه، د کسانو د جذب په ځانګړې توګه لومړي او دویم بست ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون د بهیر الکترونیکي کول هغه سپارښتنې دي چې اوس د عملي کېدو په حال کې دي.

هغه زیاته کړه، د ۱۳۹۷ کال له وږي میاشتې څخه تر لیندۍ میاشتې د ۱۶ سپارښتنو ۵۰ سلنه او د ۱۵ سپارښتنو  ۲۵ سلنه عملي کول ښه پرمختګ بلل کېږي.

د ده په خبره، په یادو سپارښتنو کې د نوو ښوونځیو د ودانیو په جوړښت کې د زیاتو سیمه ییزو موادو کارول، د ښوونکو د معاشونو د ورکولو د بهیر الکترونیکي کول، د شهادتنامو د الکترونیکي کولو په برخه کې پرمختګ او نور شامل دي.

سلام په ډاګه کړه چې همدا اوس د ۶۲ سلنه ښوونکو معاشونه له الکترونیکي لارې ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، کمېټې تر لاسه کړې چې ۲۲ سپارښتنې د تعلیق په حال کې دي او په ۳۸ سپارښتنو کار روان دی.

هغه وویل، له ټولو ۱۱۳ سپارښتنو پر شپږو  يې هېڅ کار نه دی شوى.

نوموړي زیاته کړه، د درسي کتابونو، ښوونکو، د ښوونځیو ودانیو، د څښاک اوبو او بودیجې کمښت، د پوهنې په برخه کې د زورواکو مداخله او ناامني په هېواد کې د پوهنې پر وړاندې عمده ستونزې دي.

د دې کمېټې د رهبرۍ غړي حسن رضايي د ځينو سپارښتنو د نه علمي کېدو لاملونه په پوهنې وزارت کې ټيټ ظرفیت او د بودیجې او انساني ځواک کمښت وبلل او زیاته یې کړه، ځينې سپارښتنې زیات وخت او سرچینو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، په پوهنې وزارت کې له فساد سره د مبارزې سیاسي اداره موجوده ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.