ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کېږي

بغلان کې د ۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کېږي

author avatar
12 Mar 2019 - 14:37
بغلان کې د ۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کېږي
author avatar
12 Mar 2019 - 14:37

پلخمري (پژواک، ۲۱ کب ۹۷): د بغلان ولايت په پنځو ولسواليو کې له انکشافي شوراګانو سره ځمکو ته د اوبو رسولو او له موسمي سېلابونو يې د خونديتوب په موخه د ۳۰ ميليونه افغانیو په لګښت پروژې لاسليک شوې.

د بغلان والي عبدالحي نعمتي د دې پروژو د لاسليک په مراسمو کې وويل، د اوبو او برېښنا وزارت له لوري په بغلان کې ۳۵ منل شوې پروژې پلې کېږي چې پر تطبيق به يې زرګونه جريبه ځمکه له سېلابونو خوندي شي.

هغه زياته کړه چې په دې پروژو کې استنادي دېوالونه او د سربندونو جوړول شامل دي چې په مرکزي بغلان، دوشي، پلخمري، خنجان او نهرین ولسواليو کې به تطبیق شي.

والي وايي چې د دې پروژو په پلې کېدو سره به نه يواځې کرنیزې ځمکې خړوبوي، تر څنګ يې ۲۰زره جریبه ځمکې چې د اوبو نه رسېدو له امله له حاصله پاتې وې، هم کرنې ته چمتو شي.

د بغلان د دریايي حوزې رييس واثق الله رحيمي هم کروندګرو ته د پروژو پر ټاکلي وخت د تطبیق ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دغه پروژې به تر ډېره بریده کرنیزې ځمکې له موسمي سېلابونو خوندي کړي.

د دوشي ولسوالۍ د کانال انجمن رييس حاجي قدرت الله له سېلابونو د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب لپاره دغه پروژې پر ځای بولي او زیاتوي چې موسمي سېلابونه هر کال په دوشي ولسوالۍ کې کرل شوې ځمکې له منځه وړي چې له امله یې کروندګر مالي زیان مومي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.