د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ټاکنو کمېسیون پنځه اوسني او مخکني کارکوونکي ممنوع الخروج اعلان شول

د ټاکنو کمېسیون پنځه اوسني او مخکني کارکوونکي ممنوع الخروج اعلان شول

Mar 12, 2019 - 18:40

کابل (پژواک،۲۱ کب ۹۷): لویې څارنوالۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا د مخکني رییس په ګډون د دغه کمېسیون پنځه اوسني او پخواني کارکوونکي ممنوع الخروج اعلان کړل.

د لویې څارنوالۍ د جرمونو د تحقیق ریاست د ۷۴۱۵ شمېرې لیک په هغه کاپي کې چې د کب په ۱۳ مه د سرحدي پولیسو قوماندانۍ ته لېږل شوې راغلي چې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس احمدشاه زمانزی، د عملیاتي برخې پخوانی رییس اول الرحمن رودوال، د عملیاتي چارو اوسنی مرستیال عبدالعزیز صمیم، د معلوماتي ټکنالوجۍ اوسنی رییس سید ابراهیم سادات او د کمېسیون د سیمه ییزو عملیاتي چارو اوسنی رییس زمری قلمیار په یادو پنځو کسانو کې شامل دي.

په لیک کې راغلي، دغه پنځه کسان د هغو ټاکنیزو قضیو په تور چې د دې ادارې تر څېړنو لاندې دي د احتیاطي تدابیرو او د ټاکل شوي پلاوي د وړاندیز او د لویې څارنوالۍ له منلو وروسته د لنډ وخت لپاره ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو قانون له تعدیل وروسته د ټاکنیزو کمېسیونونو مخکني غړي له دندو ګوښه او ممنوع الخروج اعلان شول.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement