ایبک (پژواک، ٢١ کب ٩٧): طالبانو د سمنګان په دره صوف پایین ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته برید کړی، څلور پولیس یې وژلي، څلور ټپیان او دوه نور یې نیولي دي.
د سمنګان ولایتي شورا غړي محمد پذیر بسیج پژواک ته د یاد خبر تر څنګ وویل، دغه برید تېره شپه د دره صوف پایین ولسوالۍ په «ازبک پریده» کلي کې شوی دی.
د هغه په خبره، یادې امنیتي پوستې سقوط کړی او له سوځولو وروسته یې طالبان له سیمې تللي دي.
بسیج زیاته کړه، دغه پوسته د ولسوالۍ له ودانۍ شاوخوا ۵۰۰ متره لرې پرته ده خو هېڅ مرسته نه ده ورته ور رسېدلي.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند سید هاشم بیان له جزئیاتو پرته وویل، په دغه برید کې یو شمېر امنیتي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد وايي، یاده پوسته تېره شپه طالبانو نیولې او پنځه پولیس یې په کې وژلي او یو بل ټپي دی.
مجاهد زیاتوي، طالبانو د دې پوستې دوه پولیس ژوندي نیولي او د پولیسو اته میله وسله یې هم لاس ته ورغلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو د معلوماتو پر اساس، دوې شپې مخکې هم د دره صوف بایین ولسوالۍ په تاقچه سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې یو پولیس وژل شوی و او درې نو ټپیان وو.
د دره صوف پایین ولسوال عبدالیقین د دې ولسوالۍ امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، که حکومت د دې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ته توجه ونه کړي ممکن وسله وال طالبان یې ونیسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن