د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" پوهنې وزارت له ۱۱۳ سپارښتنو یواځې ۱۶ عملي کړې دي"

" پوهنې وزارت له ۱۱۳ سپارښتنو یواځې ۱۶ عملي کړې دي"

Mar 12, 2019 - 18:53

کابل(پژواک،۲۱ کب ۹۷): له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څار ګډه کمېټه وايي چې د پوهنې وزارت د وړتیا او سرچینو د نشتون له امله له ټولو ۱۱۳ سپارښتنو یواځې ۱۶ په بشپړه توګه عملي کړې دي.

د دې کمېټې په درېیم راپور کې چې نن په کابل کې خپور شو راغلي، دوی یادې سپارښتنې د ۱۳۹۶ کال په لړم میاشت کې پوهنې وزارت ته سپارلې دي.

د سرچینې د معلوماتو په اساس، په سیمه ییزو زده کړو مرور، د وزارت جوړښت ته بیا کتنه، د ښځو د ګډون زیاتوالی، د پوهنې په برخه کې د اصلاحاتو لپاره د کابینې جلب، د کارکوونکو د چلند د مقررې تعدیل، د معلوماتو راټولول، د معلوماتو د مدیریت د سیستم رامنځته کول، په کلیو کې د کلیو جوړونې او پراختیا وزارت او په ښارونو کې د ښارجوړونې وزارت ته د ودانیزو پروژو سپارل، د پوهنې له کیفیت څخه د څار کمېټې رامنځته کول، په درېیو میاشتو کې د جذب په بهیر کې د شفافیت رامنځته کول، د تشو بستونو نوملړ، پر انټرنټي پاڼه د بستونو دغوښتونکو او ټاکل شوو نوماندانو خپرول، تشریحي پوښتنو ته د څلور ځوابه پوښتنو بدلول هغه وړاندیزونه دي چې تر اوسه د پوهنې وزارت عملي کړي.

د یادې کمېټې رییس باري سلام نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ښوونکو د جذب له بهیر څخه د څار په برخه کې د مدني ټولنو فعال ګډون، د عمده ګډونوالو په مشوره او مرسته د درسي نصاب چوکاټ ته بیاکتنه، د کسانو د جذب په ځانګړې توګه لومړي او دویم بست ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون د بهیر الکترونیکي کول هغه سپارښتنې دي چې اوس د عملي کېدو په حال کې دي.

هغه زیاته کړه، د ۱۳۹۷ کال له وږي میاشتې څخه تر لیندۍ میاشتې د ۱۶ سپارښتنو ۵۰ سلنه او د ۱۵ سپارښتنو  ۲۵ سلنه عملي کول ښه پرمختګ بلل کېږي.

د ده په خبره، په یادو سپارښتنو کې د نوو ښوونځیو د ودانیو په جوړښت کې د زیاتو سیمه ییزو موادو کارول، د ښوونکو د معاشونو د ورکولو د بهیر الکترونیکي کول، د شهادتنامو د الکترونیکي کولو په برخه کې پرمختګ او نور شامل دي.

سلام په ډاګه کړه چې همدا اوس د ۶۲ سلنه ښوونکو معاشونه له الکترونیکي لارې ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، کمېټې تر لاسه کړې چې ۲۲ سپارښتنې د تعلیق په حال کې دي او په ۳۸ سپارښتنو کار روان دی.

هغه وویل، له ټولو ۱۱۳ سپارښتنو پر شپږو  يې هېڅ کار نه دی شوى.

نوموړي زیاته کړه، د درسي کتابونو، ښوونکو، د ښوونځیو ودانیو، د څښاک اوبو او بودیجې کمښت، د پوهنې په برخه کې د زورواکو مداخله او ناامني په هېواد کې د پوهنې پر وړاندې عمده ستونزې دي.

د دې کمېټې د رهبرۍ غړي حسن رضايي د ځينو سپارښتنو د نه علمي کېدو لاملونه په پوهنې وزارت کې ټيټ ظرفیت او د بودیجې او انساني ځواک کمښت وبلل او زیاته یې کړه، ځينې سپارښتنې زیات وخت او سرچینو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، په پوهنې وزارت کې له فساد سره د مبارزې سیاسي اداره موجوده ده.

هغه وویل: ((زموږ موخه د فساد مخنیوی دی، د الکترونیکي سیستم له لارې د معاشونو ورکړه او په ډيجیټلي توګه د شهادت نامو وېش د فساد د کمېدو لامل شوی، خو په دې برخو کې ترسره شوي کارونه کافي نه دي او باید ډېرې هڅې وشي.))

د دې کمېټې د راپور په اساس، د پوهنې وزارت د ښوونځيو د جوړېدو، تدارکاتو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د جذب چارې نورو ادارو ته تبدیل کړې دغه کار پوهنې وزارت ته توان ورکوي چې د زده کړو په برخه کې پر خپلو اساسي ژمنو تمرکز وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر دوه کاله مخکې ښارجوړونې وزارت ته د پوهنې وزارت د ودانیو د جوړېدو د چارو د سپارلو حکم کړی او د دغه ریاست یو شمېر انجنیران ښارجوړونې ته انتقال شوي خو د پوهنې وزارت د تعمیراتو ریاست اوس هم فعالیت لري.

د يادې کمېټې په راپور کې زياته شوې چې د پوهنې وزارت د اداري اصلاحاتو له کمېسیون او نړیوال بانک سره يې په همکارۍ سازماني څېړنې پیل کړې څو په دغه برخه کې کمی او تشې معلومې او ورته رسېدنه وشي.

په راپور کې راغلي، د دغې څېړنې پر بنسټ باید د وزارت د رهبرۍ او کارکوونکو دندې و څېړل شي، وظیفوي تداخل او د جوړښت تراکم باید معلوم او له منځه لاړ شي، د کارکوونکو نېمګړتیاوې باید په نښه او ثابتې شي چې ایا په ځينو برخو کې د یوې ادارې جوړېدو ته اړتیا شته او که نه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement