ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د ښې حکومتولۍ او فساد د مخنیوي په موخه کمپاین پیل شو

پکتيکا کې د ښې حکومتولۍ او فساد د مخنیوي په موخه کمپاین پیل شو

author avatar
12 Mar 2019 - 18:29
پکتيکا کې د ښې حکومتولۍ او فساد د مخنیوي په موخه کمپاین پیل شو
author avatar
12 Mar 2019 - 18:29

ښرنه (پژواک، ٢١ کب ٩٧): د پکتيکا والي له فساد سره د مبارزې په برخه کې له خلکو د مرستې د غوښتنې تر څنګ له رسنيو وغوښتل چې په ولايتي ادارو کې دې د فساد په اړه څېړنه وکړي او پايلې يې دې رسنيزې کړي.  

د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکنی، نن د "فساد مخنیوي او ښې حکومتولۍ" په موخه په دغه ولايت کې جوړ شوي کنفرانس کې د پکیتکا له مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو او په ځانګړي ډول رسنیو غوښتنه وکړه، چې د فساد په مخنيوي کې ورسره مرسته وکړي.

د هغه په وينا، رسنۍ که د دغه ولایت په ملکي او نظامي ادارو کې فساد موندلى شي نو په اړه يې دې معلومات له ده سره شريک او رسنيز کړي تر څو په اړه يې جدي ګام واخلي او مخه یې ونیول شي.

څمکنی د دغه ولايت د ټولو ادارو له چارواکو غوښتنه وکړه چې هرې څلور میاشتې وروسته ولس ته د خپلو کړنو حساب ورکړي، د خلکو او خبریالانو پوښتنو ته ځواب ووایي او د هغوی مشورې او وړاندیزونه واوري او عمل پرې وکړي.

د پکتیکا والي وايي، دوه اوونۍ وړاندې یې د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست ځينو مامورنیو تر څنګ د بېلابېلو ملکي ادارو يو شمېر کارکوونکي د فساد په تور عدلي او قضايي ادارو ته ور پېژندلي او د قانون له مخې به ورته سزا ورکړل شي.

د دغه خبرې ناستې پر مهال د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني وویل، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې نږدې ۶۰۰خیالي پولیس چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کي وو، لرې کړي او پر ځای یې کسان ګومارل شوي دي.

په یاد خبري کنفرانس کې د پکتیکا د ولایتي شورا غړي عزیز وویل، چې د فساد پر وړاندې مبارزه کې د دې ولایت خلک او ولایتي شورا د خپلو چارواکو کلک ملاتړ کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.