ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ښځو ژوند ښه والي لپاره اغېزناک او بنیادي کار نه دی شوی”

“د ښځو ژوند ښه والي لپاره اغېزناک او بنیادي کار نه دی شوی”

author avatar
13 Mar 2019 - 16:51
“د ښځو ژوند ښه والي لپاره اغېزناک او بنیادي کار نه دی شوی”
author avatar
13 Mar 2019 - 16:51

ګردېز (پژواک، ٢٢ کب ٩٧): د پکتيا ولايت اوسېدونکې نيوکه کوي چې د ښځو په نوم ترسره شوي او کېدونکي ډېری کارونه نمايشي، سمبوليک او لنډمهال دي؛ ځکه تر اوسه د ښځو په ژوند کې ورسره هېڅ ښه والی نه دی راغلی.

په دې اړه د پکتيا پوهنتون استاده ډاکتر نازدانه پکتياوال بې سوادي د ښځو تر ټولو لويه ستونزه بولي او وايي د ښځو تعليم او د سواد زده کړې پروګرامونو ته بايد ډېره پاملرنه وشي.

پکتياوال پژواک ته وويل: ((د ټولو چارواکو او مسوولينو نه زموږ دا ارزو ده چې ښځو ته بايد بنيادي کار وشي؛ ښځو ته دې فابريکې جوړې شي او په مرکز او ولسواليو کې دې ورته بېلابېلې کاري اسانتياوې برابرې شي. د دوی لاسي صنايع دې په کار واچول شي، د چپلک سازۍ، صابون سازۍ او داسې نورو فابريکې دې جوړې شي.))

دغه راز مدني فعاله انارګله هم د ښځو په نوم ترسره شوي کارونه خورا ناکافي بولي او وايي، له شاوخوا لسو کلونو راهيسې د پکتيا په څو ولسواليو کې کار کوي او په خبره يې ښځې لا هم په ډېر ناوړه ټولنيز او اقتصاد حالت کې ژوند کوي.

دا وايي، په لرو سيمو کې ښځې ان له خپلو حقونو نه دي خبرې او نه ورته خپل لومړني حقونه ورکول کېږي.

نوموړې وويل: ((زموږ خويندې لا له خپلو حقونو نه دي خبرې، تاسو باور وکړئ داسې ځايونه شته چې هلته خويندې لا هم ډاکټر ته د تګ اجازه نه لري، څو يې چې خاوند ورته اجازه ونه کړي د پلار يا ورور مړي ته نه شي تلای، دې ته وايي خشونت. موږ بايد پر مرکز کې په څو ښځو اکتفا ونه کړو چې په ځينو پروګرامونو کې ګډون يا کار کوي.))

د سوېل ختيځ زون د ښځو شبکې مشره زرغونه همت وايي چې ډېری ښځو ته د کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده، خو تر اوسه داسې کوم کار نه دی شوی چې له لارې يې د دوی ژوند خوندي او اړتياوې پوره شي.

همت پژواک ته وويل: ((بنيادي کار بايد وشي، مثلاً څنګه ښځو ته د کار زمینه برابره شي او کار ورکړل شي، همدارنګه د تعليم، صحت او بيارغونې په برخه کې ورته بېلابېل کارونه او ځينې کورنۍ پروژې ورکړل شي، دولت مکلف دی چې خويندو ته د کار زمينه برابره کړي.))

مدني فعال سيد جمال الدين اصف خېل د کورني تاوتريخوالي لوی لامل بېوزلي او اقتصادي ستونزې بولي او وايي که د مېرمنو اقتصاد بسياينې ته کار وشي، نو په ژوند کې به يې ښه والی راشي.

اصف خېل وويل: ((د عامه پوهاوي پروګرامونه دې زيات شي، د ښځو اقتصادي حالت خراب دی، ډېری کورنيو کې جګړه، مهاجرتونه او بېسوادي د تاوتريخوالي سبب ګرځي. زموږ يوه نيوکه دا ده چې خدمات يوازې په ښارونو کې دي، د پکتيا لرو پرتو سيمو کې لا هم ښځې نه دي خبرې چې دوی حق لري او نه هم له دې خبرې دي چې کوم رياست يا اداره لري او که نه؟!))

د يادو څرګندونو په اړه په کلتوري او ټولنيزو چارو کې د پکتيا د والي مرستياله زهرا احمدزۍ هم وايي چې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دوی د ژوند د ښه کېدو لپاره جدي کار ته اړتيا ده.

مېرمن احمدزۍ پر نورو ننګونو سربېره ناوړه ټولنيز دودونه د ښځو پر وړاندې ګواښوونکي بولي او پر ختمېدو يې ټينګار کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.