ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت د سولي لپاره د امریکا هڅې وستایلې

افغان حکومت د سولي لپاره د امریکا هڅې وستایلې

author avatar
13 Mar 2019 - 11:27
افغان حکومت د سولي لپاره د امریکا هڅې وستایلې
author avatar
13 Mar 2019 - 11:27

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۹۷): د طالبانو او امریکا ترمنځ په خبرو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او له یاد هېواده نورو هېوادونو ته د خطر د نه رامنځته کېدو موضوعات وروستي شوي او افغان حکومت هیله من دی چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مستقیمو خبرو زمینه برابره شي.

د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو ۱۶ ورځنی پنځم پړاو تېره ورځ پای ته ورسېد.

د افغانستان لپاره د امریکا نوي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد ویلي چې دواړو لورو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او له تروريزم سره د مبارزې د ضمانت په برخو کې هوکړه کړې ده.

خلیلزاد له خبرو وروسته په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې سولې ته د رسېدو لپاره به پر دوو نورو مواردو «بین الافغاني خبرې» او «ټول شموله اوربند» هم توافق وشي، که څه هم خلیلزاد ویلي چې پر یادو دوو موضوعاتو هم اصولي توافق شوی دی.

د امریکا استازي دغه راز لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له تروريزم سره د مبارزې لپاره د اغېزناکو اقداماتو د مسودې تر وروستۍ کېدو وروسته به طالبان او د افغان دولت په ګډون د نورو افغانانو ترمنځ د سیاسي حللارې او هر اړخیز اوربند په اړه خبرې پیل کړي.

خلیلزاد ویلي، راتلونکی ګام به یې په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو او نورو شریکانو سره مشورې او خبرې وي.

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې له امریکا سره د دوی د استازو د سولې د خبرو د پنځم پړاو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.

طالبانو لیکلي: ((د خبرو په دې مرحله کې پر هغو دوو موضاعاتو چې په جنورۍ میاشت کې پرې توافق شوی و «له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او د چا پر ضد د افغانستان د خاورې نه استعمال» تفصیلي او هر اړخیزې خبرې وشوې.))

په خبرپاڼه کې راغلي: ((په دې اړه چې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه په څومره وخت کې په کوم ترتیب له افغانستانه وځي او دغه راز امریکايان او متحدین یې له افغانستانه څه ډول اطمینان غواړي؟ کافي پرمختګونه شوي، اوس دواړه لوري پر ترسره شوو پرمختګونو زیات فکر کوي، له خپلو مشرانو سره یې شریکوي او د راتلونکو خبرو لپاره چې وخت به یې د دواړو ټېمونو له خوا ټاکل کېږي تیاری نیسي.))

سرچینې زیاته کړې، د خبرو په دغه پړاو کې د اوربند او له افغان حکومت سره د خبرو په اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې او نه نور موضوعات اجنډا ته داخل شوي دي.

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري په خپله فېسبوک پاڼه کې د سولې لپاره د امریکا هڅې ستایلې او هیله مندي یې ښودلې چې په راتلونکي کې د هر اړخیز اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو خبرو ته زمینه برابره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.