ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د دوو قومونو ترمنځ ٨٠ کلنه لانجه هواره شوه

خوست کې د دوو قومونو ترمنځ ٨٠ کلنه لانجه هواره شوه

author avatar
13 Mar 2019 - 16:54
خوست کې د دوو قومونو ترمنځ ٨٠ کلنه لانجه هواره شوه
author avatar
13 Mar 2019 - 16:54

خوست ښار (پژواک، ۲۲ کب ۹۷): په خوست کې د ګربزو او نوروزيو قومونو ترمنځ د ځمکې او غره د ملکيت پر سر ۸۰ کلنه لانجه هواره شوه.

دغه لانجه چې د شخړو د هواري کمېسيون په مرسته هواره شوه، وخت ناوخت د دواړو قومونو ترمنځ په وسله واله شخړه اوښتې چې په ترڅ کې يې دواړو خواوو ته ځاني او مالي زيانونه هم اوښتي.

د دغو دواړو قومونو مشرانو په وينا چې کلونه کلونه د يادې ځمکې او غره د لاسته راوړلو په خاطر يو بل ته په سنګر کې ناست وو، خو اوس خوښ دي چې د دولت په مرسته دې لانجې ته د پای ټکی کېښودل شو.

د شېراحمد په نوم د ګربزو قوم يوه مشر پژواک خبري اژانس ته وويل: ((که لانجه همداسې پاتې وای، يو خو موږ له ځمکې ګټه نه شوه اخيستلی، له بلې خوا د دواړو قومونو ترمنځ دښمني زياتېده، پر دوستي نه بدلېده، نن هغه دښمني پر دوستي باندې بدله شوه.))

نوروزيو قوم يو مشر خان زالي بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې که دا لانجه همداسې پاتې شوې وای، ښايي د دوی له منځه نورو وسله والو ډلو ناوړه استفاده کړې وای.

دی وايي: ((کومې شخړې چې په دې صحرا باندې رامنځته شوې وې، اوس موږ موافقې ته رسېدلي يو او کومه فيصله چې دولت کړې ده، موږ ته د منلو وړ ده.))

په همدې حال کې د خوست والي محمد حليم فدايي وايي، په دغه ولايت کې ۱۵ لويې او کوچنۍ قومي لانجې او شخړې موجودې دي.

هغه وايي لکه څه ډول چې د ګربزو او نوروزيو ترمنځ دغه لانجه حل شوه، همداسې به د دوی په هڅو او زيار سره پاتې نورې قومي لانجې او شخړې هم يو په بل پسې حل شي.

فدايي زياته کړه: ((ټول مالچرونه، بکرو باير ځمکې او غرونه دولتي املاک دي، ولس کولی شي ور نه استفاده وکړي او ګټه ترې پورته کړي، خو د دغو سيمو غصب بيا ډېره لويه ګناه ده.))

خوست کې د شخړو هواري کمېسيون چې د ولايتي شورا غړي، قومي مشران او يو شمېر نورو دولتي کسان په کې موجود دي، پرېکړه وکړه چې که هر خوا شوې فيصله ماته کړه، نو د قومي دود او دستور له مخې به کمېسيون ته ۵ ميليونه افغانۍ د ناغې په ډول ورکوي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.