ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د خوست ښځې له خپلو حقونو محرومې پرېښودل شوې دي”

“د خوست ښځې له خپلو حقونو محرومې پرېښودل شوې دي”

author avatar
13 Mar 2019 - 16:30
“د خوست ښځې له خپلو حقونو محرومې پرېښودل شوې دي”
author avatar
13 Mar 2019 - 16:30

خوست ښار (پژواک، ۲۲ کب ۹۷): د خوست يو شمېر ښځو په لرو پرتو سيمو کې هغوى ته د خپلو حقونو پر نه ورکړه نيوکه کوي او زیاتوي چې ښځو ته د حق غوښتل يواځې تر شعاره پاتې شوی او عملي بڼه یې نه ده خپله کړې.

دغو ښځو دا څرګندونې نن (د کب ۲۲مه) د مارچ اتمې يا د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډې ته وکړې.

د شکيلا په نوم يوې مېرمنې غونډې ته په خپلو خبرو کې پر دولت او ټولنې نيوکه وکړه چې ښځو ته د حق غوښتل يواځې شعار پاتې شوی او لازم عملي اقدام يې نه دی کړی.

هغې زياته کړه: ((يوه نجلۍ بايد په خپله خوښه واده وکړي، په پښتني ټولنه کې نجونو ته دا حق هېڅکله نه دی ورکړل شوی. بل دا چې په ښار کې ډېرې نجونې ښوونځيو ته ځي خو په ولسواليو کې بيا ډېرې کمې ځي.))

په دغه ولايت کې د ښځو «ملي ارمان» ټولنې مشرې زينب افغان دې غونډې ته په خپلو خبرو کې ځيني کلتوري مسايل د دې لامل وبلل چې له کبله يې په لرو پرتو سيمو کې ښځې له خپلو حقونو بې برخې دي.

هغې زياته کړه چې ميراث، په ځينو مواردو کې د تعليم او دغه راز له کوره د باندې د کار نه کولو اجازه، کله ناکله روغتيايي مرکزونو ته نه لاسرسی او ځينې نور هغه موارد ياد کړل چې ښځې ترې بې برخې دي.

دې وويل: ((موږ د تعلیم حق غواړو، زموږ خويندې د ولور په نوم خرڅېږي. زه شاهد حال يمه چې اوس هم په لرو پرتو سيمو کې ښځې پاتې شونې ډوډۍ خوري. ايا دا په اسلام کې راغلي دي؟ ايا دا زموږ مبارک ديني ويلي دي؟))

که څه هم وخت ناوخت د عامه پوهاوي په پروګرامونو سربېره رسنۍ هم د ښځو د حقونو په اړه پراخ معلومات خپروي، خو د خوست ولايتي شورا غړې زهرا جلال وايي چې دا بسنه نه کوي.

د خوست ولايتي شورا غړې زهرا جلال يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې دولت او ديني عالمان مکلف بولي چې ښځې له خپلو حقونو خبرې کړي.

هغه زياتوي: ((داسې خويندې لرو چې خپل حق نه پېژني؛ لومړی بايد موږ خپل حق وپېژنو، موږ همېشه وايو چې موږ ته اسلام حق راکړی، خو خبرې نه يو چې اسلام څه حق راکړی دی.))

په ورته وخت کې د غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو بيا په خپلو خبرو کې وويل، د ښځو د خپلو حقونو د ورکړې لپاره لازمه ده چې د ټولنې نارينه او ښځينه وګړي، له خپلو حقونو په لازمه توګه معلومات او پوهاوی ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.