فراه (پژواک، ۲۲ کب ۹۷): د فراه د ټولګټو چارو ریاست سرپرست نن سهار د ناپېژاندو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
انجنیر سلیم فراهي پنځه کاله د فراه د فواید عامې د رییس په توګه کار کاوه او له دوو میاشتو راهیسې یې د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.
نوموړی نن سهار خپل دفتر ته پر لاره د فراه ښار په لومړنۍ ناحیه کې د ناپېژاندو وسله والو تر برید لاندې راغی او ووژل شو.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب د دغه خبر د تایید تر څنګ وویل چې پر سلیم فراهي برید کوونکي تښتېدلي خو پولیس یې په تعقیب کې دي.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې په فراه ښار کې د ترانسپورټ ریاست د دوو کارکوونکو په ګډون څلور کسان په ورته بریدونو کې وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن