ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل- شمال لويه لار بېرته د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

د کابل- شمال لويه لار بېرته د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

author avatar
13 Mar 2019 - 14:51
د کابل- شمال لويه لار بېرته د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه
author avatar
13 Mar 2019 - 14:51

تعقيبي_پلخمري (پژواک، ٢٢ کب ٩٧): د بغلان امنيتي چارواکي وايي، لاریون کوونکو چې په خنجان ولسوالۍ کې يې د کابل- شمال لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه، بېرته خلاصه کړه.

لاریون کوونکو نن له غرمې مخکې د کابل-شمال لويه لار له دې امله وتړله چې د خنجان ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونمل عبدالغني اندرابي حکومتي واک یواځې د خپلې سيمې د خلکو په ګټه کاروي.

د خنجان ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالعلي د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى له دولتي وسلو او واک څخه د ناوړه ګټې اخيستنې په غبرګون کې نن له غرمې مخکې لاره تړلې ده.

هغه وايي: ((د دوو کسانو ترمنځ خپلمنځي جګړه وشوه، د خنجان د امنيه قوماندان کسان راغلل د يوه طرف په پلوي، د بل لوري خلک يې سخت و وهل.))

دغه راز د خنجان ولسوالۍ بل اوسېدونکي حمید الله هم وایي چې د خنجان امنيه قوماندان د هرې وړې خبرې په غبرګون کې د خپل قوم ننګه کوي، نو ځکه دوى يې پر خلاف لاريون کړى دى.

يادو لاريون کوونکو ټينګار وکړ چې اړوند مسوولين بايد دغه موضوع جدي وڅېړي او له هغه پرته دوى لار د ترافيکو پر مخ نه پرانيزي.

خو د بغلان د امنيې قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې پژواک ته وويل چې لاريون کوونکو دغه لار بېرته د ترافيکو پرمخ خلاصه کړې ده.

هغه د لارې د خلاصون په اړه نور جزئيات ور نه کړل.

دغه راز د دې لارې يو تن مسافر نور احمد پژواک ته وويل: ((له درې ساعتونو ډېره لاره بنده وه، خو اوس لاره خلاصه شوه او خلک پرې تګ راتګ کوي.))

د يادونې وړ ده چې ياده لار د شمال نهه ولايتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.