کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٧): ولسمشر محمداشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن مازیګر د اذربایجان مرکز باکو ته لاړ.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې چې له ارګ څخه خپره شوې، راغلى دى.
سرچينه کاږي، په پام کې ده چې باکو نړیواله مجمع کې د ګډون او وینا ترڅنګ به ولسمشر غني ته د نظامي ګنجوي بین المللي جایزه هم ورکړل شي.
سرچينه زياتوي، همدارنګه به محمد اشرف غني د اذربایجان ولسمشر الهام علي اوف سره په کتنه کې د افغانستان او اذربایجان د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا او د سیمې پر مسایلو هم بحث او خبرې وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغه سفر په جریان کې به د دواړو مشرانو په حضور کې د افغانستان او اذربایجان تر منځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې یوه موافقتنامه، د کلتور او اورګاډي پټلۍ په برخو کې تفاهم لیکونه لاسلیک شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن