کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٧): ولسمشر اشرف غني امنيتي مسوولينو ته سپارښتنه کړې ده چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره پر يوه ميکنانيزم کار وکړي.
له ارګه د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ نن ځانګړې امنيتي غونډه جوړه شوه.
سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو تر څنګ د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت استازو هم ګډون درلود.
ولسمشر غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او سرښندنو د ستاینې تر څنګ وویل، ملکي تلفات د جګړې له بدبختیو دي چې ده او د حکومت نورو مسوولینو ته د منلو او زغم وړ نه دی.
هغه د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې د عملیاتو د ترسره کېدو پر میکانیزمونو او د شیوې پر بدلون جدي غور او په راتلونکي غونډه کې دې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه مشخص وړاندیزونه وکړي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په ننګرهار، لغمان، غزني، پکتيکا او ځينو نورو ولايتونو کې د هوايي بريدونو پر مهال ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن