ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د سړي سر کورنی ناخالص تولید شپږ سلنه کم شوی دی

په افغانستان کې د سړي سر کورنی ناخالص تولید شپږ سلنه کم شوی دی

author avatar
13 Mar 2019 - 20:42
په افغانستان کې د سړي سر کورنی ناخالص تولید شپږ سلنه کم شوی دی
author avatar
13 Mar 2019 - 20:42

کابل (پژواک، ۲۲کب ۹۷): د افغانستان نفوس د ۱۳۹۶ کال په پرتله سږکال د شپږ سلنې په زیاتېدو ٣١،٦ میلیونو ته رسېدلی او په ۱۳۹۷ کال کې د سړي سر کورنی ناخالص تولید د شپږ سلنې په کمښت، ۶۳۰ امريکايي ډالرو ته راټیټ شوی دی.

همداراز د ۱۳۹۷ کال د احصایی شمېرو پر بنسټ چې نن خپرې شوې، د ۱۳۹۶کال په نسبت په ۱۳۹۷ کال کې د کورني ناخالص تولید کچه د سل میلیونو افغانیو په زیاتېدا، ۱.۴ میلیارډو افغانیو او صادرات د سل میلیونو ډالرو په زیادښت، ۸۷۵ میلیونو ډالرو ته رسېدلې دي.

د افغانستان د احصایي او معلوماتو د ملي ادارې مشر احمدجاوید رسولی، نن د کلنۍ احصايې شمېرو د خپرولو په مراسمو کې وویل چې په دې احصایه کې د نفوسو، کرنې، پوهنې، روغتیا، د نرخونو او سوداګرۍ په برخو کې د دولتي او خصوصي سکتور په همکاري معلومات را  ټول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې ځینې حکومتي او ناحکومتی بنسټونه په خپلسر ځینې شمېرې او احصایې خپروي چې د اعتبار وړ نه دي.

نفوس

د ۱۳۹۷ مالي کال په احصایه کې راغلي چې د افغانستان نفوس په دې کال کې، ۳۱.۶ میلیونه وګړي اټکل شوي دي چې ۱۵.۵ میلیونه یې ښځې او ۱۶.۱ میلیون یې نارینه دي.

سرچینې کاږلي چې په ښارونو کې د وګړو شمېر ۷.۵ میلیونه او په کلیو کې ۲۲.۶ میلیونه ده.

د ۱۳۹۶کال د احصایې له مخې، په ۱۳۹۶ کال کې د هېواد د وګړو شمېر ۲۹.۷ میلیونه وګړي اټکل شوي وو.

اقتصاد

د ۱۳۹۷ مالي کال د احصایې پر بنسټ، په ۱۳۹۶ کال کې کورنی ناخالص تولید، له کوکنارو پرته د ثابت قېمت له مخې ۱.۳ میلیارده افغانۍ و، په ۱۳۹۷ کال کې څه باندې ۱.۴ میلیارډو افغانیو ته لوړ شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.