کابل (پژواک، ۲۲کب ۹۷): د افغانستان نفوس د ۱۳۹۶ کال په پرتله سږکال د شپږ سلنې په زیاتېدو ٣١،٦ میلیونو ته رسېدلی او په ۱۳۹۷ کال کې د سړي سر کورنی ناخالص تولید د شپږ سلنې په کمښت، ۶۳۰ امريکايي ډالرو ته راټیټ شوی دی.
همداراز د ۱۳۹۷ کال د احصایی شمېرو پر بنسټ چې نن خپرې شوې، د ۱۳۹۶کال په نسبت په ۱۳۹۷ کال کې د کورني ناخالص تولید کچه د سل میلیونو افغانیو په زیاتېدا، ۱.۴ میلیارډو افغانیو او صادرات د سل میلیونو ډالرو په زیادښت، ۸۷۵ میلیونو ډالرو ته رسېدلې دي.
د افغانستان د احصایي او معلوماتو د ملي ادارې مشر احمدجاوید رسولی، نن د کلنۍ احصايې شمېرو د خپرولو په مراسمو کې وویل چې په دې احصایه کې د نفوسو، کرنې، پوهنې، روغتیا، د نرخونو او سوداګرۍ په برخو کې د دولتي او خصوصي سکتور په همکاري معلومات را ټول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې ځینې حکومتي او ناحکومتی بنسټونه په خپلسر ځینې شمېرې او احصایې خپروي چې د اعتبار وړ نه دي.
نفوس
د ۱۳۹۷ مالي کال په احصایه کې راغلي چې د افغانستان نفوس په دې کال کې، ۳۱.۶ میلیونه وګړي اټکل شوي دي چې ۱۵.۵ میلیونه یې ښځې او ۱۶.۱ میلیون یې نارینه دي.
سرچینې کاږلي چې په ښارونو کې د وګړو شمېر ۷.۵ میلیونه او په کلیو کې ۲۲.۶ میلیونه ده.
د ۱۳۹۶کال د احصایې له مخې، په ۱۳۹۶ کال کې د هېواد د وګړو شمېر ۲۹.۷ میلیونه وګړي اټکل شوي وو.
اقتصاد
د ۱۳۹۷ مالي کال د احصایې پر بنسټ، په ۱۳۹۶ کال کې کورنی ناخالص تولید، له کوکنارو پرته د ثابت قېمت له مخې ۱.۳ میلیارده افغانۍ و، په ۱۳۹۷ کال کې څه باندې ۱.۴ میلیارډو افغانیو ته لوړ شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن