ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې له بېځایه شوو ۹۲۱ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

ننګرهار کې له بېځایه شوو ۹۲۱ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

author avatar
14 Mar 2019 - 13:42
ننګرهار کې له بېځایه شوو ۹۲۱ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
author avatar
14 Mar 2019 - 13:42

جلال اباد (پژواک، ۲۳ کب ۹۷): د ننګرهار د کډوالو چارو رياست له لوري د خوړو نړيوال پروګرام په همکارۍ له بېځایه شوو ۹۲۱ شوو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

‎د دغو مرستو لړۍ د کب په ۲۳مه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې پيل شوه او ټاکل شوې په درېيو ورځو کې بشپړه شي.

‎د ننګرهار د کډوالو چارو رييس نجيب الله قيومي د يادو مرستو د وېش پر مهال پژواک ته وويل چې دغه ۹۲۱ کورنۍ د ننګرهار له خوږياڼو، پچيراګام، شېرزادو او حصارک ولسواليو او د کونړ له ځينو سيمو راکډه شوې دي.

دی وايي، دغه کورنۍ د وروستيو نا امنيو او په سيمه کې د وسله والو له جګړو کډوالۍ ته اړې شوې چې اوس د جلال اباد ښار شاوخوا او نږدې ولسواليو کې اوسېږي.

نوموړی زياتوي، د دغو کورنيو سروې د NRC، IRC او کډوالو چارو رياست له لوري شوې وه، اوس له هرې کورنۍ سره د اوړو، غوړيو او مالګې مرسته کېږي.

هغه زياته کړه چې له دغو کورنيو سره تر دې وړاندې د غير خوراکي توکو مرستې هم شوې وې او نغدې پيسې هم ورکړل شوې دي.

د کډوالو د رييس د معلوماتو له مخې، روان کال د دغه ولايت له بېلابېلو ولسواليو ۱۱زره او ۴۵ کورنۍ د نا امنيو او طبيعي افتونو له امله بې ځايه شوې دي.

بلخوا مرسته ترلاسه کوونکي وايي، يادې مرستې ورته بسنه نه کوي، لومړی دې ورته دلته کاري زمينه او بيا دې ورته خپلو سيمو ته د بېرته ستنېدو اسانتیاوې برابرې شي.

شريف الله د خوږياڼو له ولسوالۍ بې ځايه شوی، دی وايي سيمه کې يې نا امني ده او ښار کې ورته د کار زمينه نه ده برابره شوې.

د نوموړي په خبره، دا ډول وړې مرستې يې درد نه شي دوا کولی، حکومت دې ورسره دوامداره مرستې وکړي او يا دې هم ورته د کار او بېرته ستنېدو زمينې برابرې کړي.

د يادولو ده، اوسمهال په ټول ننګرهار کې د يو لک کورنيو په شاوخوا کې داخلي بې ځايه شوي موجود دي چې زياتره يې په خپلو سيمو کې د نا امنيو له امله جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو ته راکډه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.