ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار کې د دولتي ځواکونو او عطا محمد نور وسله والو ترمنځ نښته پيل شوې

په مزار کې د دولتي ځواکونو او عطا محمد نور وسله والو ترمنځ نښته پيل شوې

author avatar
14 Mar 2019 - 16:15
په مزار کې د دولتي ځواکونو او عطا محمد نور وسله والو ترمنځ نښته پيل شوې
author avatar
14 Mar 2019 - 16:15

مزارشريف (پژواک، ٢٣ کب ٩٧): د بلخ ولايت د نوي امنيه قوماندان د معرفي کولو پر سر د کورنيو چارو وزارت او عطاءمحمد نور ترمنځ د خبرو اترو له پاى ته رسېدو سره سم هلته ډزې پيل شوې دې.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې د بلخ د ښه امنيت په موخه د پوليسو د ٢٢٢ ځانګړې قطعې قوماندان رقيب مبارز د بلخ د نوي امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى، خو پخوانی والي عطاء محمد نور ورسره نه مني او مخالفت يې کوي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال خوشحال سادات نن سهار مزارشريف ته رسېدلى و.

هغه زياته کړه چې نوی امنيه قوماندان هم تېر ماښام مزارشريف ته ښار ته رسېدلى و او ټاکل شوې وه چې نن معرفي شي.

فرهاد وويل چې نن له غرمې مخکې د کورنيو چارو وزارت د پلاوي او د عطاء محمد نور د پلاوو ترمنځ خبرې وشوې، خو کوم جوړجاړي ته ونه رسېدل.

د نوموړي په وينا، په شاوخوا درېيو بجو د امنيه قوماندانۍ تر څنګ او شاوخوا سيمو څخه د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل کېږي.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي رسنيو ته ويلي چې په دې ډزو کې تر اوسه يو پوليس ټپي او ٢٥ غير مسوول وسله وال نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست نصرت رحيمي رسنيو ته وويل چې د بلخ د امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د نامسووله وسله والو له خوا پر ځانګړو او نورو پوليسو ډزې وشوې چې په پايله کې يې يو پوليس ټپي شوی دی.

هغه وايي: "له دې وروسته امنيتي ځواکونه د يادو نامسوولو کسانو د ځپلو په موخه اقدام کوي او پوليسو ۲۵ تنه ياد نامسوول وسله وال نيولي دي."

هغه زياته کړه چې دا مهال د بلخ نوی امنيه قوماندان او نور امنيتي ځواکونه په امنيې قوماندانۍ کې دي، امنيه قومانداني او مزارشريف ښار د امنيتي ځواکونو تر مطلق کنټرول لاندې دي."

د هغه په وينا، دغه کسان د هغو اشخاص او افرادو اړوند کسان دي چې د نوي امنيه قوماندان د معرفي کېدو مخنيوی يې کاوه، له يادو کسانو څېړنې پيل شوې او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به څرګنده شي چې دغه کسان څوک دي او د چا ملاتړ ورسره دی.

دی وايي، دا مهال د مزار په ښار کې هېڅ نامسوول وسله وال تګ راتګ نه شي کولای او له مرکزه پوليسو ته امر شوی څو هغه کسان چې د امنيت پر خرابوالي او بلوا لاس پورې کوي؛ جدي قانوني چلند وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.